close

کرزي او اتمر خیبرپښتونخوا کې د پښتنو د جرګې د شويو غوښتنو ملاتړ وکړ

اطلاعات روز: د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي او د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر د پاکستان په خیبرپښتونخوا کې د پښتنو د قومي جرګې له غوښتنو ملاتړ کړی. د دې جرګې مهمه غوښتنه له پښتني سیمو د پاکستاني پوځ او د پاکستاني طالبانو په ګډون د وسله والو ډلو وتل دي.

د پښتنو قومي جرګه چې د پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي ایم) له خوا د پاکستان د حکومت له مخالفت سره-سره ترسره شوه، پرون (یکشنبه، ۲۲ د تلې) يې خپلې وروستۍ پرېکړې اعلان کړې.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور احمد پښتین د جرګې د پرېکړو د اعلان پرمهال وویل، چې پاکستاني پوځیان او د تحریک طالبان پاکستان په ګډون نورې وسله والې ډلې باید په دوو میاشتو کې له خیبرپښتونخوا څخه ووځي.

هغه ویلي، چې که پاکستاني ځواکونه او نورې وسله والې ډلې په راتلونکو دوو میاشتو کې د پښتنو له سیمو ونه وځي، نو دوی به د هغوی د ایستلو لپاره په خپله لاس په کار شي.

همدارنګه، د جرګې په پرېکړه‌لیک کې د ډیورنډ کرښې په اړه ویل شوي چې سفر او سوداګري باید د پخوانیو مقرراتو په څېر او بې له ویزې او پاسپورټه ترسره شي.

پاکستان په وروستیو کلونو کې د دواړو لورو د خلکو لپاره پاسپورټ او ویزه الزامي کړي. په افغانستان کې د طالبانو حکومت هم د دې پر وړاندې اعتراض کړی و.

د پښتنو قومي جرګې ویلي، چې برېښنا په پښتني سیمو کې تولیدیږي، نو ځکه باید وړیا وي او یوازې باید په ښاري سیمو کې د هر واحد لپاره پنځه کلدارې ورکړل شي.

همدا راز دې جرګې غوښتنه کړې چې په افغانستان کې دي د نجونو زده کړو ته اجازه ورکړل شي.

د پښتنو قومي جرګې ته د افغان سیاستوالو غبرګونونه

د افغانستان د بهرنیو چارو پخواني وزیر حنیف اتمر د پښتنو د قومي جرګې په غبرګون کې ویلي، چې د ملت د تاریخي جرګو رینسانس پیل شوی دی.

هغه پر ایکس (پخواني ټویټر) لیکلي: «د دې جرګې ګډونوال له بشپړې هوښیارۍ او امانتدارۍ سره د ډیورنډ دواړو لورو ته د خلکو حقیقي غوښتنې بیانوي.»

اتمر لیکلي، چې «ملت او نړۍ د جرګې وروستیو پرېکړو ته منتظر دي.»

د بهرنیو چارو پخواني وزیر زیاته کړې: «د پاکستان حکومت او په افغانستان کې طالب واکمن باید مسوولانه چلند وکړي. په دواړو لورو کې پر خلکو ظلم او د هغوی بې‌وسي نور نه زغمل کېږي، چاقو هډوکي ته رسېدلی دی.»

اتمر زیاته کړې چې د پښتنو قومي جرګه موقتي نه ده او نه به یو ځلې وي،  ځکه چې «ملت» د ظالمو نظامونو د بدلولو پریکړه کړې ده.
ده ویلي: «دا جرګه به د ازادۍ او عدالت لپاره د ځورېدلو د یووالي او پیوستون د پیل تاریخي څپرکی وي.»

د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي هم پر ایکس د یوې اعلامیې په خپرولو سره د پښتنو د جرګې په ترسره کېدو خوښي څرګنده کړې او دا اقدام یې د سیمې د ستونزو د حل لپاره یو ښه او اغېزمن ګام بللی دی.

هغه د جرګې د پرېکړه‌لیک ملاتړ کړی او د افغانستان د نجونو د تعلیم لپاره یې د جرګې د غوښتنې ستاینه او قدرداني کړې.

د افغانستان پخواني ولسمشر جرګه یو ارزښتمن تاریخي دود بللی او دا یې د ستونزو د حل یوه اغېزمنه لاره ګڼلې ده.

کرزي ویلي، چې د خیبر په جرګې کې د ښځو پراخ ګډون او د تعلیم پر ارزښت ټینګار ښيي چې د دې سیمې خلک د ارام او متمدن ژوند غوښتونکي دي.

طالبانو او د غیر پښتني سیاستوالو په ګډون د دې ډلې سیاسي مخالفینو تر دې دمه په پاکستان کې د پښتني د قومي جرګې د پرېکړه‌لیک او غوښتنو په اړه خپل دریځ نه دی واضح کړی.

تر دې وړاندې د افغانستان د ملي امنیت پخواني سلاکار رنګین دادفر سپنتا د پښتنو د جرګې په اړه ویلي و، چې دا جرګه د خلکو د ډیموکراتیکو مبارزو یوه تر ټولو ستره ننداره ده.
هغه پر ایکس لیکلي: «دا لومړنۍ جرګه ده چې د واکمنو په امر نه، بلکې د عدالت غوښتونکو ښځو او سړو په اراده ترسره شوې ده. د جرګې پرېکړې د ملاتړ وړ دي؛ د افغانستان خلک کولی شي له دې څخه زده کړه وکړي.»

د افغانستان د پخواني ولسمشر مرستیال امرالله صالح د پښتنو د جرګې په ترسره کېدلو خپلو «خویندو او وروڼو» ته مبارکي ویلې.

صالح پر ایکس لیکلي، چې په جرګه کې د ښځو فعال او معنا لرونکی ګډون هغه کلیشه ناسمه ثابتوي چې ګواکې «پښتانه وروسته پاتې او ښځه‌ستیزه» دي او د قبیلوي سیمو نوی انځور وړاندې کوي.

هغه په افغانستان کې طالبان یوه نیابتي پروژه بللې او ویلي یې دي چې دا ډله له پخوا د پښتنو د واقعیت په توګه خلکو او نړۍ ته وړاندې شوې، خو په پاکستان کې د پښتون ژغورنې غورځنګ دا جعلي او دسیسه‌ناک واقعیت ختم کړی او له منځه وړی دی.

صالح زیاته کړې چې دا جرګه د افغانستان ټولو قومونو ته هم یو څرګند پیغام ورکوي او پیغام دا دی چې راولاړ شئ، د طالب شخصیت وشلوئ او دباندې یې وغورځوئ.

د سپنتا او صالح پر څرګندونو د لطیف پدرام نیوکه

د افغانستان د ملي کنګرې مشر لطیف پدرام پر سپنتا او صالح نیوکه کړې او د پښتون ژغورنې غورڅنګ یې قومي، تمامیت غوښتونکی او له غرض او مرض څخه ډک بللی دی.

ده صالح په بې خبرۍ، تملق او طالب او ملاتړو ته یې په تسلیمېدو تورن کړی.

پدرام د پښتني غورځنګونو د اعتراضونو ستاینه «د افغانستان د ښځو په حق کې جفا او د قوم، ژبې، تمدن او د غير پښتني قومونو په ځانګړې توګه تاجیکو د فرهنګونو په وړاندې نمک حرامي» بللې ده.