اطلاعات روز: د طالبانو د روغتیا وزارت وایي چې د «پولیو د محوې» لپاره د همغږۍ کلنۍ غونډه نن (دوشنبه، ۲۳ د تلې) د روغتیا د نړیوال سازمان او د عامې روغتیا د ولایتي رییسانو په ګډون پیل شوه او دوې ورځې به روانه وي.
پر ایکس ټولنیزې شبکې د دې وزارت له لوري په خپرو شویو انځورونو کې لیدل کېږي چې د وینا دریځ ته نژدې د قرآن کریم له یوه ایت سره د «پولیو واکسین حلال دی» شعار نصب شوی.
د دې غونډې د جوړېدو موخې د پولیو د محوې د برنامې د پرمختګونو ارزول، د ننګونو تشخیص او د موثرو حللارو موندل یادې شوې.
دا غونډه په داسې حال کې ترسره کېږي چې طالبانو د وږي میاشتې له منځنیو د پولیو واکسین کمپاین ځنډولی دی.
طالب چارواکو رسما د دې کمپاین ځنډول نه دې تایید کړي، خو د واکسیناتورانو له منځه سرچینو ویلي چې علت یې له ښځینه واکسیناتورانو سره د نارینه محرم نشتون دی.
طالبانو پر افغانستان تر تسلط وړاندې هم تر خپل واک لاندې سیمو کې د واکسین د کمپاین مخه نیوله.
دا کمپاین په داسې حال کې ځنډول شوی چې د روان کال پر مهال لږ تر لږه په کندهار کې ۱۲ او په کونړ او نورستان کې دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي.
اوسمهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازيني هیوادونه دي چې د ماشومانو د فلج ناروغي پکې صفر کچې ته نه ده رسيدلې.