اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې په غزني کې د «خوشحال» خصوصي راډیو مدیر مسوول په دې ولایت کې د طالبانو د محکمې له لوري په یوه میاشت زندان محکوم شوی دی.
دې مرکز نن (دوشنبه، ۲۳ د تلې) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې د طالبانو استخباراتو له دې حکم سره مخالفت کړی او د بند د مودې د زیاتېدو غوښتنه یې کړې.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې سرچینې له قوله ويلي چې د غزني ابتدایه محکمې پرون ښاغلی ارین «د طالبانو د جنګي عملیاتو په تړاو د یوې موضوع د خپرولو» په تور په یوه میاشت بند محکوم کړی دی.
د دې مرکز له اعلامیې سره سم، د غزني ابتدایه محکمې ويلي چې د طالبانو د استخباراتو په ریاست کې د دې خبریال د نیونې موده هم حسابېږي او په دې توګه به ۱۵ نورې ورځې په زندان کې وي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د خپلو سرچینو له خولې زیاته کړې چې په غزني کې د طالبانو د استخباراتو استازي له دې حکم سره مخالفت کړی او ویلي يې دې چې د حکمت ارین د زندان موده باید زیاته وي.
په غزني کې د طالبانو استخباراتو حکمت ارین د رواني میلادي میاشتې پر اتمه نېټه په دې ولایت کې د «خوشحال» راډیو له دفتر څخه ونیوه.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز له اعلامیې سره سم، دی تورن شوی چې په دې راډیو کې یې یو غږیز کليپ خپور کړی او د طالبانو پر ځانمرګو بریدونو یې نیوکه کړې ده.
د خوشحال راډیو د خبر مدیر سلیمان راحل ويلي چې دا غږیز کليپ د جمهوریت پر مهال چمتو شوی، خو په خوشحال راډیو کې نه دی خپور شوی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز ويلي چې خوشحال خصوصي راډیو اووه میاشتې وړاندې د غزني په ښار کې فعالیت پیل کړ. دا راډیو سياسي، اقتصادي، ټولنیزې، کلتوري او ديني برنامې چمتو او خپروي.
دې مرکز پر حکمت ارین د یوې میاشتې د بند پرېکړه غیر شفافه او ناعادلانه بللې او په دې قضیه کې یې د طالبانو د استخباراتو د ښکېلتیا له وجې د پایلو په اړه خبرداری ورکړی.
د افغانستان د خبریالانو مرکز د اندیښنې څرګندولو تر څنګ د طالبانو د استخباراتو مداخلې ته په اشارې د محکمې پر حکم د بیا غور غوښتنه کړې او ویلي يې دې چې پر دې خبریال لګېدلي تورنه دې رفع او ژر دې ازاد کړل شي.
طالبانو پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته په ځلونو خبریالان او رسنیز کارکوونکي نيولي او زنداني کړي دي.
د دې ډلې له دستورالعملونو سره سم، په رسنیو کې د هغوی پر رهبرانو او سیاستونو نیوکه کول منع دي او له نیوکه کوونکي او د رسنیو له مسوول څخه پوښتنه کېږي.