close

په ننګرهار کې د طالبانو استخباراتو د یوې انجو په سیمه ییز دفتر چاپه وهلې

اطلاعات روز: ننګرهار کې سرچینې خبر ورکوي، چې د طالبانو د استخباراتو ادارې دغلته د (WORLD) په نوم د یوې انجو په سیمه ییز دفتر چاپه وهلې.

د سرچینې په وینا، دغه انجو د ننګرهار په بېلابېلو ولسوالیو کې د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان (WHO) په مالي لګښت پروژې تطبیقوي.

د ننګرهار استخباراتو ریاست کې یوې سرچینې نن (سې شنبه، ۲۴ د تلې) وویل، چې دوی وړمه شپه د یادې انجو پر دفتر چاپه وهلې او غوښتل یې د دې انجو مالک او پخوانی رییس ګل زاهد مومند ونیسي.

سرچینې ونه ویل چې نوموړی یې نیولی او که نه؟

د یادې انجو دفتر تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

تر دې وړاندې د طالبانو استخبارانو د دې انجو یو تن مسول ډاکټر عبدالله عزیزي هم زنداني کړی و.