close

فراه کې په یوې ترافيکي پيښه کې دوو کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

اطلاعات روز: فراه کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایت په ښار کې د یوې ترافیکي پیښې له کبله یو ځوان مړ او یو بل کس سخت ټپي شوی دی.

یوې ځایي سرچینې وویل، چې دغه ترافیکي پیښه نن (سې‌شنبه، ۲۴، د تلې) سهار مهال د فراه ښار اړوند «زراعتي بانک څلور لارې» ته څیرمه د یو باربري موټر او موټرسایکل د ټکر له امله رامنځته شوې.

سرچینه زیاتوي، چې په دې پيښه کې پر موټر سایکل سپور یو ځوان ژوند له لاسه ورکړی او یو بل کس سخت ژوبل شوی دی.

سرچینې د ژوبل کس د روغتیایي حالت په اړه څه ونه ویل او نه هم فراه کې ځایي طالبانو په دې اړه معلومات ورکړي دي.

هیواد کې ډیری ترافیکي پیښې د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ، ګړندي تګ او خرابو سړکونو له امله رامنځته کېږي.