اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایې چې دې ولایت کې ناپېژانده وسلوالو یو کس په ډزو وژلی دی.
د سیمې یو اوسیدونکي اطلاعات روز ته ویلي چې پېښه تیره شپه ناوخته (سېشنبه، ۱ د لړم) د دې ولایت د ګوشتې ولسوالۍ بازار ته څیرمه رامنځته شوې ده.
هغه زیاته کړې چې وسلوال د شپې له تیارې څخه په استفادې د «محمد سراج» نومي ځایي اوسیدونکي کور ته ور اوښتي او هغه یې په خپله خونه کې د خپلې میرمنې او اولادونو په وړاندې په ډزو وژلی دی.
د سرچینې په وینا، یاد کس له هیچا سره شخصي دښمني نه درلوده، له همدې امله تر اوسه د وژنې څرنګوالی او انګېزه نه ده معلومه.
ورته مهال ننګرهار کې طالب چارواکو هم د یادې پېښې پخلی کړی او زیاته کړې یې ده چې وسلوال تر پېښې وروسته له سیمې تښتیدلي او دوی یې په اړه پلټنې پیل کړې دي.
دا پېښه په داسې مهال کې را منځ ته کېږي چې د وروستیو وختونو پر مهال د دې ولایت په بیلابیلو سیمو کې هم ورته پېښې زیاتې شوي او د طالبانو امنیتي مسوولین یې تر ډېره لامل شخصي دښمنۍ او کورنی تاوتریخوالی یادوي.