close
Photo: UN Women

د ملګرو ملتونو د ښځینه برخې مدیره: د افغانستان ښځې او نجونې په خپلو کورونو کې بندیوانې دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیالې او د دې سازمان د ښځینه برخې مدیرې سیما باهوس ویلي چې د افغانستان ښځې او نجونې په چوپتیا سره خفه کېږي او په خپلو کورونو کې بندیوانې دي.

دې پرون (پنجشنبه، ۳ د لړم) د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په بحث کې د خپلې وینا په پیل کې د ښځو او سولې په اړه ویلي: «موږ د میلیونونو ښځو او نجوو وېره یادوو چې له زده کړو، خپل راتلونکې او خپل غږ څخه بې برخې شوې دي او څرنګه په چوپتیا سره خفه کېږي – د خپلو کورونو بندیوانې دي.»

باهوس په بېلابېلو هیوادونو کې د ښځو اقداماتو او ابتکاراتو ته په اشارې سره زیاته کړې چې په افغانستان کې ښځو په خپلو کورونو کې ښوونځي خلاص کړي دي.

طالبانو د ۲۰۲۱ کال پر مهال پر افغانستان تر بیا واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو په وړاندې د ښوونځیو او پوهنتونو ورونه وتړل. دې ډلې په دولتي او غیر دولتي بنسټونو کې د ښځو پر کار کولو هم بندیز لګولی دی.

طالبانو د ښځو پر تګ-راتګ او سفر هم بندیز لګولی.

دا ډله په دې وروستیو ورځو کې هڅه کوي چې خپل د امر بالمروف او نهی عن المنکر قانون په تطبیقولو سره پر ښځو لا ډېر بندیزونه ولګوي. په دې قانون کې د ښځو غږ عورت ګڼل شوی چې د طالبانو په اند باید چوپ کړل شي.