close

طالبان: چین له ډسمبر څخه د افغانستان پر سوداګریزو توکو مالیه معافوي

اطلاعات روز: د طالبانو حکومت اعلان کړی چې چین له ډسمبر میاشتې څخه د افغانستان پر صادراتي توکو مالیه معافوي.

د هغې خبرپاڼې له مخې چې د ارګ پر ایکس پاڼې خپره شوې په کابل کې د چین سفیر جاوشینګ پرون (پنجشنبه، ۳ د لړم) د طالبانو د لومړي وزیر له سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر سره د اقتصادي مسایلو په اړه خبرې کړې دي.

د چین سفیر ویلي چې د روان کال پر مهال چین ته د افغانستان د صادراتو کچه ۱۱،۵ سلنه وه او هیله ده چې راتلونکی کال ۲۵ سلنې ته ورسېږي.

د چین سفیر زیاته کړې چې هیواد یې په ډسمبر میاشت کې د افغانستان پر صادراتي توکو مالیه ختموي او چین ته به د افغانستان د محصولاتو او تولیداتو د صادرېدو کچه لوړه شي.

جاوشینګ همدا راز زیاته کړې چې هیواد یې غواړي د تاجیکستان له لارې له افغانستان سره نوی اقتصادي دهلیز پرانیزي او په دې برخه کې د پانګونې لپاره به د تاجیکستان، چین او افغانستان تر منځ درې اړخیزه غونډه وشي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې، د چین سفیر زیاته کړې چې د واخان دهلیز د پرانیستنې لپاره هم هڅې روانې دي.

مولوي عبدالکبیر د چین له لوري د افغانستان پر صادراتو د د مالیې د معافیت هرکلی کړی او ویلي یې دې چې دا اقدام به د افغانستان پر سوداګرۍ او اقتصاد مثبته اغېزه ولري. ده همدا راز له نورو ګاونډیو هیوادونو هم د ورته اقداماتو غوښتنه کړې.

د طالبانو د لومړي وزیر سیاسي مرستیال واخان لاره د دواړو هیوادونو په مناسباتو کې یو لوی بدلون ګڼلی او ویلي یې دې چې په بشپړېدو سره به یې اقتصادي مبادلات او سوداګري زیاته شي.

طالبانو د تېر میلادي کال پر مهال اعلان کړی و چې د بدخشان په واخان ۵۰ کیلومیټره سړک افغانستان له چین سره وصلوي او ژړ به بشپړ شي؛ خو د یوه کال تر تېرېدو وروسته یې لا هم په اړه خبر نشته.

په عین مهال کې له افغانستان سره د ځمکې د لارې د پرانیستو په اړه د چین پر اراده شک کېږي.