close
Photo: Zan Times / Maryam Alimi

د بښنې نړیوال سازمان: په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه له زیاتېدونکو بریدونو سره مخ دي

اطلاعات روز: د بښنې نړيوال سازمان وايي، په افغانستان کې د ښځو او نجونو حقونه له سختو او زياتېدونکو بريدونو سره مخ دي چې دا د دوی د ژوند پر ټولو برخو اغېزه کوي.

دغه سازمان د ښځو د غږ په اړه د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت د سرپرست د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي، چې «په عام ځایونو کې د ښځو دغږ له بندیز وروسته اوس طالبان وايي، چې ښځې نه شي کولای په دومره لوړ غږ دعا وکړي چې نورې ښځې یې واوري.»

د بښنې نړیوال سازمان ویلي، چې طالبان باید ژر تر ژره ټول هغه فرمانونه او کړنې لغوه کړي چې د ښځو او نجونو بشري حقونه تر پښو لاندې کوي.

د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر وزارت سرپرست خالد حنفي په دې وروستیو کې ویلي، چې د امربالمعروف په قانون کې راغلي چې «یوه بالغه ښځه اجازه نه لري چې په لوړ غږ تلاوت، سندرې او ترانې ووایي».

هغه ویلي، کله چې يوه بالغه ښځه لمونځ کوي، بله بالغه ښځه د هغې په مخ کې تېرېږي، اجازه نه لري چې «الحمدلله او سبحان الله» ووايي. حنفي زیاته کړې، یوه ښځه چې د «ا‌ذان او تکبیر اجازه نه لري، نو نه شي کولای چې سندرې او ترانې ووایي».

د طالبانو د امربالمعروف په قانون کې راغلي چې «د فتنې له وېرې د ښځې مخ پټول ضروري دي». دا ډله د ښځو لوړ غږ «عورت» ګڼي چې باید چوپ شي.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې ټینګولو وروسته افغان ښځې او نجونې له سختو محرومیتونو او محدودیتونو سره مخ شوې دي. اوس مهال ښځې او نجونې اجازه نه لري چې له شپږم ټولګي پورته ښوونځي، پوهنتون او کار ته ولاړې شي.