close

ملګري ملتونه: د نجونو له زده کړو د ټولنې ملاتړ په پام وړ توګه کم شوی دی

طلاعات روز: د ملګرو ملتونو ښځینه برخې په خپل ربع‌وار راپور کې ویلي، چې له افغان ښځو سره یې خبرو کې څرګنده شوې، چې د ښځو د حقونو په تړاو د ټولنې لید تغییر کړی دی. په دې راپور کې ویل شوي چې د نجونو له زده کړو د ټولنې ملاتړ په پام وړ توګه کم شوی دی.

دا راپور پرون (چهارشنبه، ۹ د لړم) «په هیواد کې له افغان ښځو سره د مشورې لنډیز» تر عنوان لاندې خپور شوی دی. د ملګرو ملتونو ښځینه برخې ویلي، چې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ له سازمان او په افغانستان کې د ملګرو ملتونو له مرستندویه پلاوي (یوناما) سره په همکارۍ یې د ۳۴ ولایتونو له ۷۷۶ ښځو سره حضوري او انلاین خبرې کړې دي.

ځواب ورکوونکو ښځو ویلي، چې د ښځو د حقونو په تړاو د ټولنې په لید کې «جوړښتیز بدلون» احساسوي  او د دې بدلون لامل د طالبانو له انتقامي چلند څخه وېره او په هیواد کې د نارینه‌ سالارو دودونو پراختیا ده.

د ملګرو ملتونو د ښځینه سازمان د راپور په یوه برخه کې ویل شوي چې ۴۷ سلنه ښځینه ځواب ورکوونکو ویلي، چې د نجونو له ابتدايي زده کړو د ټولنې ملاتړ په پام وړ توګه کم شوی دی؛ په داسې حال کې چې دا شمېر د نجونو د منځنیو زده کړو په تړاو ۶۵ سلنې ته رسېږي.

د ملګرو ملتونو ښځینه برخې ویلي، چې دا موندنې ممکن د محافظه کارو نارینه سالارو دودونو پرلور د ټولنیزو نورمونو تمایل ښيي او په یو توګه د «ځوانانو د افکارو د اصلاح» په موخه د طالبانو د کمپاین پایله ده.

په راپور کې ویل شوي: «په حقیقت کې په ټولنیز لید کې دې تغییر د ځواب ورکوونکو ښځو ترمنځ اندیښڼې راپیدا کړې دي، لکه څرنګه چې یو شمېر ښځې ګومان کوي چې په ټولنه کې یو شمېر کسان په دې باور دي چې داسې محدودیتونه د کور د ښځو لپاره ګټور دي او په ټولنه کې د ښځو مکلفیتونه او موقف ښيي. دا افراد د ښځو متوسطې زده کړې غیر ضروري او ان د شرم وړ بولي.»

د ملګرو ملتونو ښځینه سازمان زیاته کړې چې که څه هم دا تصور په هیڅ توګه هم د افغانستان د ټولو وګړو لید نه ښيي، خو د ځواب ورکوونکو د ارزونو له مخې چې کومو کورنیو او ټولنو وړاندې د نجونو د زده کړو ملاتړ کاوه اوس تر ابتدايي زده کړې پر لوړو کچو د طالبانو د بندیز له کبله خپلې هیلې بایلي.

د ځواب ورکوونکو په باور، د منځنیو او تر دې لوړو زده کړو د نشتون په صورت کې کورنۍ ابتدایي زده کړو ته هم ډېر ارزښت نه ورکوي او دا د دې لامل کېږي چې د ښځینه زده کوونکو ترمنځ انګېزه کمه شي او له کبله یې وختي ودونه وشي.

طالبانو په ۲۰۲۱ کال کې پر افغانستان تر واکمنېدو وروسته د نجونو پر وړاندې ښوونځي وتړل او وروسته یې په پوهنتونو کې هم د ښځو پر زده کړو بندیز ولګاوه.

دې ډلې ادعا کوله چې د نجونو پر زده کړو بندیز تر امر ثاني ځنډېدلی، خو درې کاله تېرېدو سره لاهم د امر ثاني کوم څرک نه ښکاري.

طالبانو د ښځو پر کار، پوښاک او تګ-راتګ هم شدید بندیزونه لګولي دي.

له ښځو سره د ملګرو ملتونو مشورتي غونډې ښيي چې د تېرو ۱۲ میاشتو پرمهال شاوخوا ۷۹ سلنه مشوره ورکوونکې ښځې د پارک او روغتيايي مرکزونو په څېر عامه ځایونو ته له لاسرسي محرومې شوې دي.

د ملګرو ملتونو د ښځینه برخې له راپور سره سم، ۶۹ سلنه ځواب ورکوونکو ښځو ویلي، چې کله له کوره وځي د مصوونیت احساس نه کوي. د دوی په وینا، دا وضعیت د ټولنیزې انزوا او د ښځو ترمنځ د رواني روغتيايي ستونزو لکه د خپګان او اضطراب د کچې د زیاتوالي لامل شوی دی.