close

د طالبانو د ګواښونو، پیغورونو او فشار لاندې کار

د هیواد په سویل هلمند ولایت کې د طالبانو تر کنټرول لاندې د ملکي ادارو کارکوونکي شکایت کوي، چې که څه هم خپل کارونه په ښه ډول پرمخ وړي، خو بیا هم د طالبانو له لوري د ځورونې، فشار او دندې څخه د شړل کیدو له ګواښ سره مخ دي.

دغه پخواني کارکوونکي ادعا کوي، چې طالبانو دغلته د تېر حکومت یو شمیر کارکوونکي د بېلابېلو تورونو له کبله لومړی زنداني او بیا له دندو شړلي دي، چې په خبره یې دې چارې د دوی پر کار، امنیت او رواني وضعیت بدې اغیزې کړي دي.

د هلمند پوهنې ریاست کې یو تن پخوانی کارکوونکی نصیب الله (مستعار) وایي، چې د دوی په ریاست کې ډیرو مسلکي کسانو د طالبانو د امربالمعروف د فشارونو له کبله دندې پرېیښي او پاتې کسانو ته هم پلمې لټول کېږي ترڅو له دندو وشړل شي.

نوموړی زیاتوي، چې په دغه ریاست کې پاتې پخوانیو کارکوونکو د طالبانو په غوښتنه ږیرې پرېیښی او لنګوټي یې تړلي، خو په وینا یې چې بیا هم څارل کېږي او تل د طالبانو تر فشار لاندې وي.

نصیب الله وویل: «که څه هم موږ د طالبانو د امربالمعروف او استخباراتو غوښتنې منلي دي، خو دوی د پخوانیو مامورینو په اړه ډیر بدګمانه دي او هغوی ته د پخوانۍ ادارې خلک وايي او نویو ګمارل شویو کسانو ته د اماراتي ادارې خلک وايي، چې دغه حالت ډیر پخواني کارکوونکي ناهیلي کړي دي.»

تر دې وړاندې په هلمند کې د یو شمیر ادارو پخواني مامورین د طالبانو له لوري د څیړنو په موخه نیول شوي او زندان ته اچول شوي وو، چې تر را خوشې کیدو وروسته خپلو دندو ته نه دي پريښودل شوي.

د هلمند په مستوفیت کې یو کارکوونکي د نوم نه یادولو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل: «د طالبانو استخبارات د مامورینو په اړه تحقیقات کوي که لږ هم شک پرې وکړي، د تحقیقاتو په موخه یې د ځان سره بیایي او میاشتې میاشتې یې بنديان کوي څه وخت مخکې زموږ د ادارې څلور تنه پخواني مامورین طالبانو د ځان سره بیولي وو، چې کله د طالبانو د زندان څخه را خلاص شول، نو دندې ته نه پریښودل کیدل او پر ځای یې د طالبانو نوي کسان ګمارل شوي وو.»

د ده په وینا، طالبان پخوانیو کارکوونکو ته د شک په سترګه ګوري او «دغلته تر اوسه د پخوانی ادارې او اماراتي ادارې کارکوونکي نومونه مروج دي، زموږ سره ښکاره توپیر کېږي، لاهم په یو او بل نومونو مامورین تحقیر کېږي».

دغه راز د هلمند ولایت په برېښنا ریاست کې هم د طالبانو له لوري پراخ بدلونونه راغلي دي. په دغه ریاست کې یو پخواني کارکوونکي د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې طالبانو په تېرو دریو کلونو کې له دغه ریاسته تر ۵۰ زیات کسان له دندو ګوښه کړي او پرځای یې خپل کسان ګمارلي دي.

 د ده په وینا: «پخوانیو مامورینو له ډلې یوازې هغه کسان پاتې شوي چې د طالبانو له نظره بې ضرره دي، خو بیا هم طالبان ورته د شک په سترګه ګوري.»

همدارنګه د مرکز لښکرګاه ښاروالی ریاست یو کارکوونکی هم له ورته ستونزې شکایت کوي او وايي: «طالبانو په دې نوم چې ږیرې مو لنډه کړې، یا مو لونګۍ مو نده پیچلې زموږ د ریاست زیات مامورین امربالمعروف ریاست ته ورغوښتلي ترڅو هغوی ته بیانونه وکړي او که بیا هم څوک ونیول شي چې ګواکې ندی اصلاح شوی له دندې ګوښه کېږي، دوی زموږ مسلکي مهارتونو ته ارزښت نه ورکوي، یواځې خپل کسان غواړي، ډیرو مسلکي مامورین یا دندې پرېږدي او یا هم بهرنیو انجوګانو ته د تګ کوښښونه کوي.»

هلمند کې د تېر حکومت کارکوونکي وایي، طالبان نه په اداري کارونو پوهیږي او نه سلسله مراتبو ته ژمن دي. انځور: خواله رسنۍ

د طالبانو راتګ سره یو شمیر هغه پخواني کارکوونکي چې له دندو شړل شوي او یا یې خپله استعفا‌ ورکړې، وایي چې د طالبانو سره ورته کار سخت و ځکه چې په کار نه پوهیدل او فرمایشونه یې زیات وو.

ندامحمد چې مخکې یې د هلمند د پوهنې په ریاست کې دنده لرله اوس خیاطي کوي. نوموړی وایي د طالبانو سره په اداره کې کار کول ورته سخت و، نو  ځکه یې له خپلې دندې استعفا ورکړې او شخصي کاروبار ته یې مخه کړې.

هغه وویل: «د طالبانو سره په اداره کي کار کول ستونزمن دی، د دوی فرمایشات به منې، د رسمي مامور څخه د مزدور په شکل کار اخلي، په ادارو کې سلسله مراتب نه مراعت کېږي، د ادارو امرین نالوستي دي، نو ځکه پر ښکته مامورینو د کار بوج ډیر دی، د طالبانو نوي کسان ادارو کې په کار نه پوهیږي که څه هم تر تا په بست کې ښکته وي، خو امرونه به هغوی درباندې کوي او کار به یې هم ته مخته وړې، دا زما لپاره سخته وه، نو ځکه استعفا کولو ته مجبوره شوم.»

د هلمند ولایت د ښاروالۍ یو پخوانی کارکوونکی چې له خپلې دندې شړل شوی، وایي د طالبانو استخباراتو د څیړنو په موخه بندي کړ، خو چې کله راخلاص شوی ورته وویل شول چې قضیه لري او نور دغلته د کار کولو حق نه لري.

نوموړي د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼي ته وویل: «زه ۱۲ ورځې په بندیخانه کې وم، چې راخلاص یې کړم وایي د فساد د قضیې له وجې نور د دې ادارې سره منفک یې، اوس د څلور میاشتو څخه بېکاره یم او کوښښ کوم چې خپل شخصي کار شروع کړم او هیڅ دولتي دنده وانخلم.»

بلخوا په خواله رسنیو کې هم د طالبانو فعالین د تېر حکومت کارکوونکي «مفسد» او د طالبانو د حکومت مخالفین ګڼي او وایي چې دغه کارکوونکي د طالبانو محرم اسناد د دښمن تر لاسونو رسوي.

د حاجي محمد په نوم یو طالب فعال پر خپل فیسبوک پاڼه لیکلي: «پخواني کارکوونکي زموږ محرم اسناد افشا کوي او په همدې اساس، موږ اړ یو چې دوی له خپلو دندو لېرې کړو.»

د دې ډلي یو بل فعال منصور احرار بیا پر خپله فیسبوک پاڼه پخوانیو کارکوونکو ته په خطاب کې په توهین امیز ډول لیکلي «زاړه د جمهوریت مامورین دې په دې پوه شي چې د اوسني مسلمان نظام سینه ستاسو لپاره د همدردۍ په خاطر خلاصه شوه، کنه تاسو خو د ژوند لایقت نه درولو، بنا که ځانونه اصلاح نه کړئ، نو لېرې نه ده چې په یو فرمان به داسې سره وپاشل شئ چې بیا به مو ټول هیواد کې ځای نه وي. مطلب د سړي زامن شئ!».

د هلمند په بېلابېلو ادارو کې د طالبانو د سیاستونو له امله مسلکي کارکوونکي له دندو ګوښه او اداري فعالیتونه او پرمختګونه سخت اغیزمن شوي دي. خلک وایي، چې طالبان په ادري برخو او د خدماتو په وړاندې کولو کې کافي تجربه نه لري او له امله یې دوی له ستونزو سره مخ دي.

په دې ولایت کې یو شمیر اداري کارپوهان وایي، چې د طالبانو له لوري د ملکي ادارو په انحصار کې نیول او د مسلکي کارکوونکو ګوښه کول به په اداري برخه کې ستونزې لا پراخې کړی.