close
photo: sent to Etilaatroz

ننګرهار کې «ناپيژانده» وسله والو یو تعویذګر ملا حلال کړی

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په خوګیاڼو ولسوالۍ کې «ناپیژانده» وسله والو یو تعویزګر ملا وژلی دی.

ننګرهار کې د طالبانو له امنیې قومندانۍ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، تیره شپه (جمعه، ۱۱ د لړم) د خوګیاڼو ولسوالۍ اړوند «پېره خېلو» سیمه کې ناپيژانده وسله والو یو تعویذګر ملا خپل کور ته څیرمه د جوارو په کرونده کې حلال کړی او وژلی دی.

 خبرپاڼې زیاته کړې، یاد ملا به په خپل کلي کې خلکو ته دم، دعا او تعویزونه کول او دغه راز د یو مسجد ملا امام هم و.

خبرپاڼېه کې د وژل شوي ملا هویت په اړه نور څه نه دي ویل شوي، خو زیاته کړې یې ده چې د وژل شوي ملا د وژنې انګیزه څرګنده نه ده او دوی یې په اړه څیړنې پېل کړي دي.

تراوسه د یادې پېښې مسوولیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخېستی.

په دې وروستیو کې د هیواد له نورو سیمو سربېره په ننګرهار کې هم هدفي او مرموزې وژنې زیاتې شوي چې عام خلک یې اندېښمن کړي او طالبان یې د مخینوي په برخه کې پاتې بولي.

له دې څو ورځې وړاندې د دغه ولایت په ګوشتې هم یو کس د ناپېژانده کسانو له لوري په خپل کور کې وژل شوی و.