close

ایران په یوه میاشت کې ۱۳ افغان اتباع اعدام کړي

اطلاعات روز: د ایران د بشري حقونو سازمان وايي، چې د دې هېواد حکومت په اکټوبر میاشت کې د ۱۳ افغان اتباعو په ګډون ۱۶۶ کسان اعدام کړي دي.

دغه سازمان پرون (شنبه، ۱۲ د لړم) په یوه اعلامیه کې ویلي، چې دا شمیر په ایران کې د تېرو دوو لسیزو پرمهال په یوه میاشت کې د اعدام تر ټولو لوړ شمېر په ګوته کوي.

د ایران د بشري حقونو سازمان د اعدام شویو افغان اتباعو او د هغوی د تورونو په اړه نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

دغه سازمان ویلي، چې په اکټوبر میاشت کې د اعدام شویو کسانو له ډلې څخه لږ تر لږه ۸۰ تنه د «عمدي قتل»، ۵۴ تنه د «مخدره موادو اړوند تورونو»، ۱۲ تنه د «محاربې او یا افساد فی‌الارض» او ۱۰ تنه پر «عنف د تجاوز» په تور اعدام شوي دي.

د ایران د بشري حقونو سازمان ویلي، چې پر افغانستان د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ایران له لوري د دې هیواد د وګړو اعدام زیات شوی.

دغه سازمان زیاته کړې چې «په ۲۰۲۲ کال کې، ۱۶ افغان اتباع، چې پکې یو ماشوم-مجرم او یوه ښځه هم شامل وو، اعدام شوي وو. په ۲۰۲۳ کال کې هم په ایران کې ۲۵ افغان اتباع اعدام شوي وو. سږکال دغه بهیر چټک شوی او د روان میلادي کال په لومړیو لسو میاشتو کې لږ تر لږه ۴۹ افغان اتباع په ایران کې اعدام شوي چې د ۱۳ تنو حکمونه یې په اکټوبر میاشت کې تطبیق شوي دي.»

طالبانو تر اوسه د ایران له خوا د افغان اتباعو د اعدام په اړه کوم غبرګون نه دی ښودلی. د ایران رسمي دولتي سرچینو هم په ښکاره توګه دغه شمېرې نه دي تایید کړي.

تر دې مخکې د طالبانو د عدليې وزارت د ایران له قضایي پلاوي غوښتي وو چې د اعدام شوو افغان اتباعو د تسلیمولو په اړه همکاري وکړي.