د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او زده کړییز سازمان (یونیسکو) د «نړۍ د زده کړییز وضعیت» په تړاو په یوه خپاره کړي راپور کې ويلي چې په ټوله نړۍ کې ۲۵۱ میلیونه ماشومان ښوونځي ته له تللو محروم دي.
دا راپور چې تازه خپور شوی، پکې ویل شوي چې په افغانستان او نایجیریا کې له هرو لسو ماشوماو شپږ یې مکتب ته نه ځي.
د دې سازمان له شمېرو سره سم، هغه ماشومان چې په نړۍ کې ښوونځي ته له تلو بې برخې دي په هغو کې ۱۲۹ میلیون هلکان او ۱۱۲ میلیون نجونې دي.
د یونیسکو راپور چې د زده کړې په برخه کې د رهبرۍ پر رول په تمرکز سره تیار شوی، ښيي چې د وروستي یوې لسیزې پر مهال زده کړې ته دلاسرسي په برخه کې کم پرمختګ شوی دی.
یونیسکو ویلي، له ۲۰۱۵ میلادي کال راهیسې بیا تر اوسه د هغو ماشومانو او تنکیو ځوانانو کچه چې زده کړو ته لاسرسی نه لري، یوازې یو سلنه کمه شوې.
د دې راپور پر بنسټ، زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې د بډایو او غریبو هیوادونو تر منځ اندېښمنوونکی واټن شته.
په دې راپور کې ویل شوي چې په غریبو هیوادونو کې ۳۳ سلنه ماشومان ښوونځي ته له تلو بې برخې دي او کوم هیوادونه چې لوړ عاید لري، په هغو کې دا شمېر درې سلنه دی.
یونیسکو ویلي چې د افریقا سویلي هیوادونه زده کړو ته د لاسرسي په برخه کې له زیاتو ننګونو سره مخ دي او له مکتبه نیم محروم ماشومان په همدې هیوادونو کې دي.
د ملګرو ملتونو علمي، کلتوري او زده کړییز سازمان د زده کړې په برخه کې د پانګونې کمښت په نړۍ کې د زده کړییز وضعیت د ښه والي په وړاندې اصلي خنډ یاد کړی.
همدا راز دې بنسټ د لوړ عاید لرونکو او غریبو هیوادونو تر منځ په زده کړییزو لګښتونو کې نابرابري اندیښمنوونکې بللې.
د یونیسکو له راپور سره سم، په لوړ عاید لرونکو هیوادونو کې پر هر زده کوونکي اته زره او ۵۴۳ ډالره پانګونه کېږي خو دا شمېر په ټیټو او متوسط عاید لرونکو هیوادونو کې یوازې ۵۵ ډالره دی.
یونیسکو ویلي، دا وضعیت په هغو هیوادونو کې بدتر دی چې له پور سره مخ دي.
د یونیسکو مشرې ادري ازولي ویلي چې «د مرفه، ټولشمولو او سولییزو ټولنو اصلي محرک زده کړه ده».
دې زیاته کړې: «که موږ په نړۍ کې هر ماشوم ته د زده کړې برابر فرصت ورنه کړو، دا خطر شته چې باکیفیته زده کړې د یو شمېر وګړو لپاره په امتیاز بدل شي.»
یونیسکو د نړۍ په کچه د زده کړې په برخه کې د مالي نوښتونو غوښتنه کړې.