د هلمند په مرکز لښکرګاه ښار کې کاروباریان وایي، د جمعې ورځ چې د دوی د کاروبار او ګټې وټې ترټولو مهمه ورځ ګڼل کېږي، طالبان یې دوکانونه د لمانځه له اصلي وخت مخکې په جبري توګه تړي او جومات ته د تلو امر ورته کوي.
په دې ښار کې هتۍ وال زیاتوي، چې د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر ریاست له لوري ټولو کاروباریانو ته امر شوی چې د غرمې له ۱۲:۳۰ بجو څخه بیا د جمعې د لمانځه تر ختم (۰۲:۰۰بجو) پورې خپل کاروبار بند کړي او که څوک د سودا پلورلو پرمهال ونیول شي هټۍ یې د دوو اوونیو لپاره تړل کېږي. دوی وایي، که څه هم د پخوا راهیسې لمانځه ته پابند دي، خو له وخت مخکې د هټیو تړلو له امله یې زیان لیدلی دی.
لښکرګاه کې زیات شمیر هټۍ وال د طالبانو د امربالمعروف او نهی عن المنکر د یادې کړنې څخه شکایت کوي او له دوی غواړي چې د دغه بندیز موده دې د جماعت د لمانځه تر وخته محدوده کړي.
حیات الله چې د لښکرګاه ښار په لومړۍ ناحیه کې د غالیو هټۍ لري، په دې اړه یې د اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل: «تر طالبانو مخکې هم دغه د ښاریانو ټولو د جمعې لمونځ کاوه، په مسجدونو کې به ځای نه و اوس چې طالبان په زور د خلکو دوکانونه تړي اکثره خلک زه وینم کور ته ځي او هغلته خپل لمونځونه کوي.»
نوموړی زیاتوي، چې د جمعې ورځ د ولسوالیو زیات شمیر خلک ښار ته د سودا اخیستلو لپاره راځي او که دا ورځ کار وکړي، نو زیاته ګټه کولای شي.
هغه وویل: «زموږ ډیر ګیراکان د ولسوالیو څخه دي چې اکثره د ولسوالیو ګیراکان د جمعې په ورځ ښار ته راځي، خو که زموږ دوکانونه تړلي وي هغوی پرته له سودا څخه کورونو ته ځي، که د جمعې په ورځ موږ ډیر کار وکړو ډیره ګټه کولای شو.»
د لښکرګاه ښار د سولي څلور لاري اړوند د پرچون یو هټۍ وال سیدولي هم له ورته ستونزي سره مخ دی او وایي، چې تر دې وړاندې یې هم د جمعې لمونځ ادا کاوه، خو د طالبانو په راتلو سره پر دوی جمعې لمونځ جبري شوی دی.
سیدولي وویل: «موږ پخوا هم د جمعې لمونځ ته تللو؛ خو اوس د امارت د راتلو سره دا یو جبري امر شوی چې ټول کاروباریان د جمعې د اذان څخه مخکې باید خپل دوکانونه وتړي که څوک په کاروبار ولیدل شي یوه یا دوه هفتې یې دوکان ټاپه کېږي او کار نه شي کولای.»
د سیدولي په وینا، دا ډول بندیزونه د عامو خلکو لپاره ډیر سخت دي، ځکه چې د جمعې لمونځ په څو دقیقو کې ادا کیدلای شي، خو په خبره یې د دوی هټې ساعتونه تړلې وي.
بلخوا بیا د لښکرګاه ښار د بُست ولایتي روغتون مخې ته ګڼ شمیر ناروغان او مسافر د درملو، خوراک او نور د ضرورت وړ توکو د رانیولو په خاطر هټۍ والو ته ساعتونو انتظار کوي، ترڅو هټۍ وال د جمعې له لمانځه راخلاص او دوی ته سودا ورکړي.
حضرت الله په دې اړه وویل: «د شفخانې څخه راووتلم چې مریض ته د خوراک لپاره یو شی واخلم، خو دغلته یو ساعت کېږي چې ټول دوکانونه او هوټلونه تړل شوي، ځینو کي ماشومان ناست دي، خو خلکو ته سودا نه ورکوي چې طالبانو ورڅخه منع کړي، هلته مې مریض په تکلیف دی دغلته بیا دوکانداران چاته سودا نه ورکوي.»
دغه راز د شکرالله په نوم یوا ځوان چې د لښکرګاه ښار کې لبنیات پلوري، وايي د جمعې ورځ د کاروبار له امله یې طالبانو هټې تړلې او سخت مالي زیان یې لیدلی دی.
نوموړی زیاتوي: «تېره جمعې ورځ ما خپلو مشتریانو ته سودا ورکوله ساعت ته مې فکر نه و چې د امربالمعروف کسان راغلل او زما دوکان یې بند کړ بیا څو ځله ورغلم او په ډیر عجز مې د دوکان د خلاصولو امر ورڅخه واخیست، په دغو ۶ ورځو کې زما ډیر کیک شیدې مستې خراب شوي چې شاوخوا ۵ یا ۶ زره افغانۍ تاوان رارسیدلی دی.»
د کاروباریانو او هټۍ والو ترڅنګ په لښکرګاه ښار کې زیات شمیر ناروغان، مسافر، ښځې او ماشومان هم د جمعې په ورځو د توکو د اخیستلو له ستونزو سره مخ دي.
عبدالرحمن چې له کندهار څخه د خپل ملګرو سره د لښکرګاه ښار ته راغلی، وایي چې د جمعې په ورځ ډوډۍ او میوې اخیستلو پسې زیات ستړی شوی، ځکه چې زیات شمیر دوکانونه تړلي وو.
هغه وویل: «موږ د اوږد سفر وروسته دلته راورسېدو او غوښتل مو چې د غرمې لپاره خوراک واخلو، خو په بازار کې ډیر دوکانونه تړلي وو او هیڅوک نه و چې موږ ته د اړتیا وړ خوراکي توکي راکړي، دا د مسافرو لپاره لویه ستونزه ده.»
د بُست ولایتي روغتون یو تن ډاکټر د نوم نه اخیستلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د طالبانو دا ډول سخت بندیزونه د لښکرګاه ښاریان د ډیرو جدي ستونزو سره مخ کړي دي.
نوموړي په خپلو خبرو کې وویل: «تر دې مخکې هم دې ټولو خلکو د جمعې لمونځ کاوه، خو ښار نه تړل کیده، دغلته مسافر، مریض، ښځې او ماشومان اوسیږي، چې دا هریو اړتیاوې لري، دغه وخت کې داسې مریضان پیښ کیدای شي چې باید عاجلې دوا ورته ورکړل شي، خو که درملتونه تړلی وي دغه مریض په څو دقیقو کي ساه ورکوي. موږ ته دغلته ډیر داسې مریضان پیښ شوي چې د جمعې په ورځ یې دوا په بازار کي نه ده پیدا کړې، ځکه اکثره دواخانې د دوه درې ساعتونو لپاره تړلې وي، مریض دومره وخت کې مړ کېږي، تیره هفته دغسې قضیی سره مخ شوو، مریض جدي وو پایوز مې د دوا پسې واستوه پوره درې ساعته وروسته راغی چې درملتونونه تړلي وو، مریض یې کوما حالته ته تللی و.»
بلخوا بیا هلمند کې یوشمیر طالب چارواکي دا اقدامات د اسلامي اصولو د پلي کولو یوه برخه بولي او وایي چې د جمعې لمونځ اهمیت ته په کتو هټۍ بندول دیني احکامو ته د دوی د لا ژمنتیا څرګندونه کوي. طالبان ټینګار کوي چې د جمعې د لمانځه د ادا کولو په وخت کې د بازارونو تړل د دیني لارښوونو له مخې اړین دي.