close

سوداګریزه ناانډولي؛ له افغانستانه پاکستان ته صادرات کم، خو له پاکستانه واردات زیات شوي

په ننګرهار او کندهار کې افغان سوداګر وایي، چې د پاکستان له لوري د ګمرکي تعرفې د لوړیدو او همدارنګه دغه هیواد سره وخت ناوخت د سوداګریزو لارو د تړل کیدو له امله یاد هیواد ته د افغانستان صادرات کم، خو د دې برعکس د پاکستان صادارت افغانستان ته زیات شوي دي.

افغان سوداګر زیاتوي، د تورخم دروازه که څه هم له ۷۵ ورځو تړل کیدو وروسته د ترانزیټ پرمخ بېرته پرانېستل شوې، خو لاهم د پخوا په شان له دغه لارې د افغانستان صادرات پاکستان ته کم رنګه دي. د دوی په خبره، چې د پاکستان وچې او تازه مېوې او نور سوداګریز توکي افغانستان ته په ډیرې اسانۍ واردیږي، خو په مقابل کې یې بیا دغه هیواد افغاني صادرات ځنډوي او خنډونه ورته جوړوي.

حاجي صادق چې د تازه مېوې سوداګر دی وایي، د تورخم لارې د تړل کیدو له کبله افغان سوداګرو ته په تېرو څه باندې دوو میاشتو کې میلیونونه ډالر زیان اوښتی دی.

د نوموړي په خبره د پاکستان حکومت له افغان سوداګرو سره دوه مخی چلند کوي، ځکه په خبره یې د تورخم لاره یې داسې مهال بېرته د ترانزیټ پرمخ پرانېستې چې افغانستان کې د تازه مېوو او سبزیو موسم مخ پر خلاصېدو دی.

دغه سوداګر دغه راز نیوکه کوي چې لاهم د تورخم له لارې د افغاني توکو صادرات اسلام اباد ته کم، خو د پاکستان صادرات بیا څو چنده افغانستان ته زیات شوي دي.

حاجي صادق وویل: «د تورخم لاره له دوه میاشتو د ډیر وخت لپاره پاکستان تړلې وه او لامل یې دا و چې دلته د افغانستان تازه سبزیجات او تازه مېوې حاصل ته رسیدلې وې زما په ګډون زیاتره سوداګرو سږکال د تورخم لارې د تړل کیدو له کبله زیات تاوانونه وکړل؛ خو اوس چې د تورخم لاره خلاصه شوې نو بیا هم د مېرې مور چلند له افغان سوداګرو سره کېږي ځکه د تورخم او نورو سوداګریزو لارو د افغانستان صادرات کم او د پاکستان زیات شوي دي چې له کبله یې افغان سوداګر اندېښمن او د دې ستونزې د حل غوښتنه کوي خو تراوسه طالب چارواکو په دې برخه کې هیڅ نه دي کړي.»

د تعرفو لوړوالی او د لارو بندښت د افغاني صادراتو پر وړاندې لوی خنډونه بلل کېږي. انځور: استول شوی

نوموړی د سوداګرۍ پر وړاندې د شته خنډونو په برخه کې طالب چارواکي هم ګرم او په لاس لرلو تورنوي چې ګوندې د له پاکستان سره یې د ټرانزیټي لارو د خلاصون په برخه کې بنسټیز کار نه دی کړی.

یو بل سوداګر حاجي منان احمدزی سپین بولدک، غلام خان بندر او په خاص ډول د تورخم لار پاکستان ته د افغانستان د سوداګریزو توکو او دغه راز د پاکستان صاراتي توکو د ټرانزیت لپاره مهمه او اسانه لار بولي.

هغه شکایت کوي، چې اوسمهال افغانستان ته د پاکستان صادراتو کچه لوړه شوې، خو د افغان توکو صادرات بیا برعکس د تیر په پرتله نیم په نیمه کم شوي دي.

نوموړی د افغاني توکو د صادراتو د کچې د کموالي لامل د پاکستان له لوري لوړه مالیه، ګمرکي تعرفو لوړوالی، د لارو تړل کیدل او دغه راز د افغانستان له لوري د سوداګریزو موټر چلوونکو پر وړاندې د پاسپورټ او وېزې شتون هغه خنډونه بولي، چې له کبله یې د افغانستان صادرات پاکستان ته کم شوي دي.

احمدزی زیاته کړه: «ډیره د افسوس خبره ده چې زما د صادراتو پر وړاندې پاکستان شل بهانې جوړوي او د پاکستان صادرات دې په ډاډه زړه افغانستان ته راوړل کېږي، چې هیڅوک یې پر وړاندې خنډ نه جوړوي زمونږ د سوداګریزو توکو ډک موټر په ورځو ورځو ګمرکونو کې ولاړې وې او په خپله همدا طالبان یې په ځنډ سره اجازه ورکوي او یا درنه رشوت د هر موټر پر سر غواړي؛ دغه راز پاکستان د افغانستان پر توکو ګمرکي تعرفې لوړې کړي او د افغان موټر چلوونکو په لارو کې د وېزې او پاسپورټ غوښتنه کوي، خو پاکستان موټر چلوونکي ته هیڅ ستونزه نشته زمونږ غوښتنه د طالبانو له حکومت دا ده چې باید خپلو تولیداتو ته ارزښت ورکړي او د افغان سوداګرو شته ټولې ستونزې دې حل کړي.»

نوموړی طالب چارواکي هم تورنوي چې په ګمرکاتو کې د افغان سوداګرو پر وړاندې ستونزې جوړوي او ډیره کله یې ګمرکي چارې پر وخت نه خلاصیږي، چې له کبله یې افغاني توکي پر وخت د پاکستان بازارونو ته نه رسیږي.

افغان سوداګر وایي، حکومتونه دې سوداګري د سیاست ښکار نه ګرځوي. انځور: استول شوی

خان زمان افغان یو بل سوداګر دی چې وایي،  ډیر کله د افغانستان او پاکستان ترمنځ د سیاسي اړیکو ترینګلتیا د دواړو هیوادونو او په ځانګړي ډول د افغانستان پر سوداګرۍ منفي اغیز کوي.

د نوموړي په خبره اوسمهال افغانستان تر ډیره پاکستان ته وچه او تازه مېوه او دغه راز د ډبرو سکاره صادروي، خو په دې وروستیو کې تر ډیره د افغاني توکو صادرات کم شوي خو په مقابل کې یې د پاکستان صادرات افغانستان ته زیات شوي دي.

د هغه په وینا د طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې د سیمې او نړۍ په ځانګړي ډول پاکستان د افغاني توکو د صادراتو او سوداګرۍ  په برخه کې ستونزې اوج ته رسیدلي او له همدې کبله له افغانستانه د صادراتو بهیر د پخوا پرتله کمرنګه شوی دی.

خان زمان افغان زیاتوي: «له کله نه چې طالبان واک ته رسیدلي نو په سوداګرۍ کې ستونزې تر پخوا څو چنده زیاتې شوي، ځکه ډیر کله د پاکستاني او طالب نظامیانو د نښتو له کبله ترانزیټي لارې په ورځو ورځو بندې وي کله پاکستان یوه او بله بهانه د افغاني صادراتو او سوداګرو پر وړاندې جوړوي؛ نو دې حالاتو پر سوداګرۍ منفي تاثیر کړی که څه هم پاکستان د خپلو سوداګرو لپاره پوره اسانتیاوې برابرې کړي خو افغان سوداګرو لپاره بیا د طالبانو حکومت هیڅ نه دي کړي غوښتنه مو دا ده چې باید د طالبانو حکومت له پاکستاني چارواکو سره خبرې وکړي او د سوداګرۍ په برخه کې شته ستونزې حل کړي.»

کارپوهان له منځنۍ اسیا سره د بدیلو لارو د جوړیدو غوښتنه کوي. انځور: استول شوی

یو بل سوداګر حاجي زلمی عظیمي له طالب او پاکستاني چارواکو غوښتنه کوي چې سوداګري دې د سیاست ښکار نه کوي.

هغه په ترانزیټي لارو کې افغان سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کیدو غوښتونکی دی او وایي، هیواد ته که د پاکستاني صادراتو کچه لوړیږي، نو لازمه ده چې افغاني توکو ته هم د صادراتو په برخه کې لازم امکانات برابر شي.

زلمی عظیمي زیاتوي: «دا د سوداګرو حق دی چې طالبانو حکومت ورته د صادراتو او د سوداګرۍ په نورو برخو کې سهولتونه برابره کړي، خو متاسفانه چې تراوسه دې برخې ته پاملرنه نه ده شوې او همدا لامل دی چې افغان سوداګر هرکال له میلیونونو ډالرو له زیان سره مخ وي او دا حالت د یو هیواد په اقتصادي وضعیت هم منفي اغیز کوي نو حکومت ته په کار ده چې د تورخم له لارې، نورو سوداګریزو لارو اسانتیاوې برابرې کړي او د سوداګرۍ په برخه کې شته کړکیچ له منځه یوسي.»

ورته مهال د کندهار په سپین بولدک ولسوالۍ کې د تازه او وچې مېوې سوداګر حکمت الله وایي، د تېر کال په پرتله له پاکستان څخه کندهار ته د تازه مېوو او نورو توکو واردات زیات شوي او برعکس له دې خوا څخه دغه هیواد صادراتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

نوموړی زیاتوي، چې افغانستان کې د طالبانو اوسنی حکومت له پاکستان سره د افغان سوادګرو د ستونزو په برخه کې پاتې راغلی او له همدې امله سوداګر له ګڼو ستونزو سره مخ شوي دي.

حکمت الله وویل: «د طالبانو د مشرانو سره مو په دې اړه څو وارې خبرې وکړې هیڅ پایله یې نه ورنکړه بیا مو خپله د پاکستان د مشرانو سره د شخصي اړیکو پر بنیاد خبرې وکړې هغو هم ګټه ونه کړه، د کندهار څخه پاکستان ته زموږ صادرات ۷۰ سلنه کم شوي د پاکستان څخه واردات تراوسه هغسې ډیر راروان دي که درته ووایم ډير شوي به وي، خو کم شوي نه دي، زموږ پر تازه او وچو مېوو د پاکستان لخوا مالیه ډيره شوې خو د هغې خوا څخه په ځینو توکو چې افغانستان ته وارد کېږي بیخي مالیه نه اخیستل کېږي، موږ د ډیرو ستونزو سره مخامخ یو خو حلولای یې نه شو نه هم د طالبانو حکومت همکاري راسره کوي.»

افغان سوداګر وایي، د طالبانو حکومت یې ستونزې نه دي حل کړي او تل یې په سپین بولدک او تورخم دروازه کې په تازه میوو بار لارۍ ولاړې وي

سپین بولدک کې یو بل افغان سوداګر عبدالله خان وایي، په تېرو دوو کلونو کې له پاکستان څخه افغانستان او په ځانګړي توګه کندهار ته واردات څو برابر زیات شوي، خو له دې غاړې یاد هیواد ته د صادراتو په برحه کې د پام وړ کمښت راغلی دی.

عبدالله زیاتوی، تردې مخکې کلونو کې د افغانستان څخه په زیاته اندازه تازه او وچې مېوې پاکستان او له هغه وروسته نورو هیوادونو ته صادرېدلې، خو سږکال دا کچه نږدې ۶۰ سلنه راښکته شوې.

عبدالله وویل: «زموږ صادرات د دې خوا څخه ډير کم شوي کمښت ډير پکې راغلی، خو د پاکستان څخه دې خواته واردات ډير شوي، د پاکستان څخه افغانستان ته تازه مېوې، درمل، غوښې، پلاستکي او نور غذايي مواد په ډيره اندازه وارد کېږي، زموږ د خوا یوازې تازه او وچې مېوې ورته صادرېدلې خو پر هغه هم دوی ټکسونه لوړ کړل، بیا په دا اخیري دوو کلونو کې خو بیخي زموږ صادرات د ۷۰ څخه ۸۰ فیصده کم شوي دي، د صادراتو د کمښت لاملونه د پاکستان حکومت لخوا زموږ پر محصولاتو او نورو توکو د مالیې او ډیمرچ لوړېدل او هلته عمومي بازار ته نه لاسرسی دی.»

د کندهار د سپین بولدک د سوداګرۍ خونې مسؤلین هم د پاکستان لخوا کندهار ته د وارداتو د ډېرښت خبر ورکوي.

په همدې حال کې د سپین بولدک د سوداګرۍ او پانګونې خونې مشر محمد شفیق اچکزی هم وایي، چې په دې وروستیو کې د پاکستان صادرات افغانستان ته زیات شوي دي.

هغه زیاتوي، چې سږکال له کندهار څخه پاکستان ته د صادراتو کچه ډیره راټیټه شوې، خو د واراتو کچه بیا څو برابره لوړه شوې.

د محمد شفیق اچکزي په وینا: «افغانستان یو مصرفي ملک دی نو د وارداتو د ډیرښت یو لامل دا هم کېدای شي، خو د کندهاره څخه چې کومې تازه او وچي مېوې پاکستان ته تلې د هغو کچه هم راښکته شوې.»

همدارنګه د کندهار د سپین یولدک د سوداګرۍ او پانګونې خونه کې یوې سرچینې وویل، چې د تېر کلونو په پرتله افغانستان کې پاکستاني اموالو د ترانزیټ او نورو برخو کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شوي، خو برعکس د افغان توکو لپاره پاکستان کې ستونزې جوړېږي.

سرچینې وویل: «پخوا د شاوخوا ۵۰۰ میلیونو ډالرو توکي د پاکستان څخه کندهار ته وارد کېدل او د کندهاره څخه هم د شاوخوا ۳۰۰ یا ۳۵۰ میلیونو ډالرو توکي پاکستان ته صادرېدل، خو اوس د کندهار څخه ۱۰۰ میلیونو ډالرو په ارزښت هم صادرات نه کېږي او د هغې خوا د پخوا په شان توکي را روان دي.»

د کندهار د سواگرۍ او پانګونې خونې مرستیال انجنیر عبدالباقي بینا هم ورته خبره کوي او وايي: «زموږ د اړتیا وړ توکي ترډیره له پاکستان څخه راغلي، یوازې کندهار نه بلکې ټولو هغه ولایتونو ته چې له پاکستان سره سرحد لري واردات ورته ډیر شوي او صادرات یې کم شوي، زموږ صادرات سږکال ځکه کم شول چې پاکستان ټکسونو پرې ډیر کړل، زموږ د محصولاتو لپاره تر ټولو لوموړی بازار د پاکستان وو د هغه ځایه څخه مو نورو هیوادونو ته هم توکي لېږدول کېدل.»

سوداګر د صادراتو په برخه کې له طالب او پاکستاني لوري د همکارۍ غوښتنه کوي. انځور: استول شوی

په همدې حال کې د افغانستان د سوداګرۍ خونه هم مني چې، د تیر کال په پرتله سږ پاکستان ته د افغانستان صادراتو کې د پام وړ کموالی راغلی دی.

د افغانستان او پاکستان د سوداګرۍ د ګډې خونې مشر خانجان الکوزی وایي، د روان کال د وري له لومړۍ بیا د میزان یا تلې تر لسمې نېټې افغانستان پاکستان ته د ۳۱۹ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادر کړي، خو د تېر کال په همدې موده کې د ۳۴۴ میلیونه ډالرو په ارزښت توکي صادرات شوي و.

د نوموړي په خبره هڅې یې پیل کړي، چې له پاکستان سربیره هند، روسیې او عربي هېوادونو ته د صادراتو کچه لوړه شي.

الکوزی زیاتوي: «افغانستان تېر کال شاوخوا ۳۴۴ میلیونه ډالره صادرات پاکستان ته لرل، خو سږکال بیا صادرات کم دي یعنې تر ۳۱۹ میلیونه ډالره صادرات لرو او اصلي لامل یې هم د تورخم لارې او نورو ټرانزیټي لارو بندښت او دغه راز د تعرفو لوړوالی دی.»

د نوموړيه وینا له تېرو دوو میاشتو راهیسې د تورخم لارې تړل کیدو افغان سوداګرو ته د ۶ میلیونه ډالرو په ارزښت زیان اړولی دی.

د اقتصادي چارو شنوونکي بیا ټينګار کوي چې د طالبانو حکومت دې یوازې پر تورخم، سپین بولدک، غلام خان، انګور اډه او ډنډ پټان پر لارو تکیه نه کوي بلکې له منځنۍ اسیا هیوادونو سره دې د بدیلو لارو پر پرانیستل کیدو غور وکړي.

اوسمهال تورخم، سپین بولدک، غلام خان، انګور اډه او ډنډپټان د افغانستان او پاکستان رسمي بندرونه دي او د سویلي اسیا له هېوادونو سره ډېره راکړه ورکړه له همدې لارو ترسره کېږي، خو ډیر کله د سیاسي ناندریو له کبله دغه لارې تړلې وي.