close
Photo: supremecourt.gov.af

طالبانو په جوزجان کې د څلورو ښځو په شمول ۲۲ تنه په درو وهلي

اطلاعات روز: په جوزجان کې ځايي سرچینې وايي چې طالبانو د څلورو ښځو په شمول ۲۲ تنه نن (سې‌شنبه، ۱۵ د لړم) د شبرغان په لوبغالي کې په درو وهلي دي.

د سرچینو په وینا، دا افراد له واده په دباندې اړیکې لرلو (زنا)، د نشيي توکو او الکولي مشروباتو په پېر او پلور، تولید او قاچاق کې د لاس لرلو په تور نیول شوي وو.

یوې باخبره سرچیېن ویلي چې تورن کسان له ۲۵ تر ۲۹ درو وهل شوي او له یوې میاشتې بیا تر یوه کال په بند محکوم شوي دي.

د طالبانو سترې محکمې همدا راز خبر ورکړی چې په کابل، پکتیکا او میدان وردګو ولایتونو کې یې هم د یوې ښځې په شمول پنځه تنه په درو وهلي دي.

طالبانو پر افغانستان تر دویم ځل واکمنېدو وروسته بیا-بیا تورن افراد په عام محضر کې په درو وهلي او پنځه تنه یې د سلګونو نندارچیانو په وړاندې اعدام کړي دي.

د بشري حقونو بنسټونه اعدام او بدني مجازات د نړیوالو قوانینو او انساني کرامت خلاف بولي او د درېدو غوښتنه یې کوي.