ایا د ملا هبت الله فرمانونه به د سياسي-نظامي تبلیغاتو په برخه کې د دې ډلې لاسونه وتړي؟ دا د سختدريځي امیر او ځواکمن وزیر ترمنځ د نه جوړجاړي نوې ساحه ده. په داسې حال کې چې د طالبانو مشر ملا هبت الله اخوندزاده د ژویو پر انځورونو د بشپړ بندیز غوښتونکی دی، خو د کورنیو چارو وزیر او د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني د دې پرېکړې مخالف دی. حقاني شبکې د تېرو دریو میاشتو پرمهال د ایکس او ټیکټاک په ګډون پر خواله رسنیو د خپلو عملیاتو او قومندانانو عکسونه او ویډیوګانې خپاره کړي چې ډېری یې لاهم پاتې دي.
د طالبانو د حکومت د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون چې د روان کال د وږي په میاشت کې خپور شو، په ۱۷مه ماده کې یې ویل شوي چې د دې وزارت محتسب مسوولیت لري چې د رسنیو او اطلاعاتو مسوولین د ژویو د انځورونو په تړاو د امیر د فرمان په منلو مکلف کړي. د دې مادې تطبیق به د حقاني شبکې تبليغاتي فعالیت مختل کړي او بل اړخ ته که د ویډیو او انځور خپرول دوام وکړي، نو د دوی د رهبر له فرمان څخه به ښکاره سرغړونه وي او د ملا هبت الله پر شاوخوا د سویلي او د سراج الدین حقاني پر شاوخوا د ختیځو طالبانو ترمنځ به لوی درز رامنځته کړي.
حقاني شبکې د افغانستان له پخواني حکومت او د هغه له لوېدیځو متحدینو سره د دوو لسیزو جګړې پرمهال «تر ټولو پېچلي او مرګوني» ځانمرګي بریدونه ترسره کړي او د افغانستان د خلکو په عامه افکارو کې په تاوتریخجنو مشهور دي مګر دوی اوس غواړي چې دا «تاوتریخجنه» بڼه بدله کړي او له نړۍ سره د تعامل او جوړجاړي کولو څېره وښيي. سراج الدین حقاني له نیویارک ټایمز سره په مرکه کې ویلي چې د نړۍ له هیوادونو سره د تعامل او اړیکو غوښتونکی دی، خو د طالبانو مشر غواړي چې له لوېدیځ سره واټن ولري.
د حقاني د مرکې تر خپرېدو وروسته د حقاني شبکې مجازي لښکر د حقاني ویډیوګانې او انځورونه او له نیویارک ټایمز سره د ده د خبرو اقتباسات یو ځل بیا پر ایکس ټولنیزې شبکې خپاره کړل. دې کمپاین وښودله چې حقاني شبکه او ملاتړي یې ملا هبت الله ته د داسې چا په سترګه نه ګوري چې باید له کوم دلیل پرته یې خبره ومنل شي.
حقاني شبکې د خپلې کورنۍ د مشر او د ۸۰یمې میلادي لسیزې پرمهال د سره پوځ پر وړاندې د مجاهدینو د قومندان جلال الدین حقاني یوه ویډیو خپره کړې ده چې په هغه کې وایي، په «اسلامي شریعت» کې انځور او ویډیو اخیستل روا دي. د دې ویډیو خپرېدو دا پیغام ورکاوه چې دوی به خپل مرشد جلال الدین حقاني د وینا په استناد د ویډیو او عکس خپرولو ته دوام ورکړي او هغه له سرو لښکرو سره د جګړې د مخینې لرلو له امله د جهادي پېشوا په توګه مني. د دې په مقابل کې هبت الله اخوندزاده یو سنتي روحاني دی چې تر رهبر کېدو وړاندې په افغانستان کې په هیڅ سياسي او نظامي فعالیت کې ښکېل نه و.
په داسې حال کې چې د طالبانو د مشر هبت الله اخوندزاده یوازې یو عکس خپور شوی دی، خو د سراج الدین حقاني د پلار جلال الدین حقاني ګڼې ویډیوګانې او عکسونه شته او ښايي د حقاني شبکې له لوري یې نور عکسونه او ویډیوګانې هم خپاره شي.
د امربالمعروف او نهی عن المنکر د قانون تر خپرېدو وروسته چې د ښځو غږ پکې عورت ګڼل شوی و، حقاني شبکې د سراج الدین حقاني یوه ویډیو خپره کړه چې یوې کلیوالې مشرې ښځې سره یې په لاس روغبړ کاوه. تر دې وروسته یې د مولوي سنګین ځدراڼ چې په ملا فاتح مشهور دی (د دې شبکې یو وتلی قومندان و او د ۲۰۱۳ کال پرمهال په شمالي وزیرستان کې ووژل شو) مستند نندارې ته وړاندې کړ. د دې ویډیوګانو خپرول تصادفي پېښې نه دي او د کندهار له حوزې په ځانګړې توګه ملا هبت الله سره د حقانیانو له ارامې جګړې پرده پورته کوي.
د ملا هبت الله اړخ د طالبانو د حکومتولۍ په ملکي او نظامي برخه کې پیاوړی کړی او حتا د حقاني شبکې تر کور (پکتیا، پکتیکا، خوست او د لوګر یو څه برخې) ور رسېدلي دي. ملا هبت الله په دې وروستیو کې عبدالقیوم روحاني د خوست د والي په توګه ګمارلی دی. ملا هبت الله اخوندزاده او عبدالقیوم روحاني دواړه په قوم نورزیان دي. که څه هم حقاني شبکې د دې پرېکړې پر وړاندې قوي غبرګون نه دی ښودلی، خو د باوري سرچینو په وینا د دې پرېکړې مخالف دي.
د ترلاسه شویو معلوماتو له مخې د حقاني شبکې غړي باورمن دي چې له «لوېدیځ سره د دښمنۍ» پر اساس د ملا هبت الله اخوندزاده سخت سیاستونه او پر وګړو د بندیزونو لګول او د هغوی ځپل د دوی د حکومت عمر لنډوي او یا هم ښايي له امله یې د دوی ټول حکومت له منځه ولاړ شي. له بله اړخه، ملا هبت الله فکر کوي چې د اسلامي شریعت د «سختدریځي» تعبیر په پلي کولو سره کولای شي د دې ډلې اتحاد وساتي، پیاوړې یې کړي او مخالفو ډلو لکه د اسلامي دولت (داعش) خراسان څانګې ته یې د تلو مخه ونیسي.
حقاني شبکه د کندهاري طالبانو بر خلاف د ځانمرګو بریدونو په ګډون د خپلو فعالیتونو او عملیاتو قوي ارشیفونه لري او وخت ناوخته دا ارشیفونه پر خواله رسنیو په ځانګړې توګه پر ایکس (هغه پلټفارم چې طالبان یې خوښوي) په فارسي، پښتو، عربي او انګلیسي ژبو خپروي. د دې په مقابل کې د ملا هبت الله اخوندزاده په مشرۍ د سویل طالبان د خپلو عملیاتو ډېر کم انځورونه او ویډیوګانې خپروي. پر انځور بندیز د دې لامل شو چې په ټولنیزو رسنیو کې د حقاني شبکې د محتوا پر تولید هم اغېز ولري. ښايي دا ډله له همدې وجې پر انځورونو د بندیز د لګېدو مخالفه ده.
د ملا هبت الله په ګډون د کندهار د څانګې طالبان باختر خبري اژانس، د افغانستان راډیو او ملي ټلویزیون، شریعت راډیو او الاماره ویبسایټ لري او له دې رسنیو د د خپلو تبلیغاتو د ترویج لپاره استفاده کوي.
ملا هبت الله اخوندزاده د ديني مدرسو او مسجدونو د جوړولو او پر راډیويي خپرونو په بشپړ واک لرلو سره غواړي د ملا عمر په مشرۍ د طالبانو لومړۍ دورې ته د ستنېدو ارمان لري مګر دا ځل د طالبانو مشر په خپله ډله کې دننه له یوه ځواکمن حریف سره لاس او ګرېوان دی.