اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولايت په مارجې ولسوالۍ کې یوې ښځې ځان زندۍ کړی دی.
یوې ځایي سرچینې د نوم نه یادولو په شرط وویل، چې دغې ښځې د تېرې دوشنبې په ورځ (۱۴ د لړم) د مارجې ولسوالۍ اړوند «تریخ ناور» سیمه کې د کورني تاوتریخوالي له کبله ځان وژلی دی.
سرچينه زیاتوي، چې دغه ميرمن دوې مياشتې وړاندې د حضرت ګل په نوم یو سړي سره د ارزګان له ګیزاب ولسوالۍ څخه د هلمند مارجې ولسوالۍ ته راتښتیدلې وه او اوس یې غوښتل د پلار کور ته ولاړه شي، خو خاونده يې مخه نيولي چې په همدې ترڅ کې يادې ښځې ځان په زندۍ کولو سره وژلی دی.
هلمند کې ځایي طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې د هېواد ګڼو ولایتونو کې د ځان وژنې پېښې زیاتې شوي، چې لامل یې بېکاري، بېوزلي او کورنی تاوتريخوالى بلل کېږي.