close

ننګرهار کې طالب چارواکي له تصویري رسنیو سره له مرکو کولو منع شول

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت لپاره د طالبانو مرستیال والي عزیزالله مصطفی د یوې ناستې پرمهال دغلته نظامي او ملکي طالب چارواکي له انځوریزو رسنیو سره له مرکو کولو منع کړي دي.

یوې سرچینې وویل، چې نوموړي دغه څرګندونې پرون ورځ (سې شنبه، ۲۲ د لړم) ولایت مقام کې له نظامي او ملکي طالب چارواکو سره د ناستې پرمهال کړي دي.

د سرچینې په خبره د طالبانو والي له ټولو مسوولینو په ټینګار سره غوښتنه کړې چې له تصویري مرکو ډډه وکړي، خو له غږیزو رسنیو سره کولای شي مرکې ترسره کړي.

یوې بلې سرچینې بیا وویل، چې دې حالت په ننګرهار کې خبریالان اندېښمن کړي او په خبره یې ورځ تربلې دغه ولایت کې پر رسنیو کاري ساحه مخ په تنګیدو ده.

تراوسه ننګرهار کې طالب چارواکو په دې اړه په رسمي ډول څه نه دي ویلي.

خو، د ولایت د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې، د ننګرهار مرستيال والي مولوي عزيزالله مصطفی په مشرۍ نظامي ناسته وشوه، چې پرمهال يې د امنيتي ارګانونو او نورو اړونده ادارو مسوولينو حضور درلود.

خبرپاڼې زیاته کړې، چې د دې ناستې پرمهال د امنيت لا ښه ټينګښت، د ولسونو سرومال ساتنې، د قوانينو، فرامينو، حکمونو، کړنولارو او نورو حکمونو پر ټولو يو ډول تطبيق خبرې او لازمې پرېکړې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې څو ورځې وړاندې د ننګرهار والي هم د یوې غونډې پرمهال خبریالان له تصویر او ویډیو اخیستلو منع کړي وو.

 طالبانو په خپله تېره درې کلنه واکمنۍ کې پر رسنیو محدودیتونه زیات کړي چې له کبله یې زیاتره خبریالانو خپل مسلک ته شاه کړې ده.