دولس کلن محمد کریم چې په دواړو پښو معلول دی، د خپل روښانه راتلونکي په موخه هره ورځ د ترینکوټ ښار له «ديک» سیمې څخه د دښتې تلانې سیمې یوه ښوونځي ته په خاپوړو ځان رسوي، ترڅو له ښوونځي فارغ او لوړې زده کړې ترسره کړي.
هغه چې دا مهال په څلورم ټولګي کې دی، وایي معلولیت یې د زده کړو مخه نه شي نیولی او غواړي په راتلونکي کې د طب په برخه کې لوړې زده کړې ترسره او ډاکټر شي.
نوموړي وویل: «زه په څلورم ټولګي کې يم غواړم چې لوړې زده کړي وکړم او راتلونکي کې ډاکټر شم هره ورځ ښوونځي ته ځم، ترڅو راتلونکي کې زه ټولنې ته خدمت وکړم.»
محب الله چې د ترينکوټ لویديځ خواته په ديک سيمه کې په يوې غريبه کورنۍ کې ژوند کوي، پلار يې د ارزګان په عدلي او قضايي ارګانونو کې د ملازم په توګه دنده ترسره کوي.
د هغه پلار ۴۰ کلن نور محمد وايي، چې زوی يې د زده کړو سره ليونۍ مينه لري او هره ورځ په ټاکلي وخت ښوونځي ته ځان رسوي.
نورمحمد زیاتوي، چې زوی يې د پيدايښت پرمهال معلول شوی چې تراوسه معلوله پاتې دی او په خبره يې چې د زوی علاج یې افغانستان کې شونی دی، خو د اقتصادي ستونزو له امله یې درملنه نه شي کولای.
هغه وايي، چې تر خپل وسه یې محب الله ته د زده کړو زمینه برابره کړې، خو په دې برخه کې د طالبانو د حکومت او نړیوالو موسېساتو د پاملرنې او د مالي ملاتړ غوښتنه کوي.
نور محمد د خپل په اړه وویل: «هره ورځ سهار پر وخت ښوونځي ته ځي او خپلې زده کړې کوي زما زوی چې په ښه او بد پوه شوی دی د هغې ورځې څخه يې قلم او کتابچه راخيستي او غواړي چې راتلونکی ژوند يې ښه شي ما هغه ته يو ويلچر واخيسته، خو هغه عادي ويلچر دی نه شي کولای چې زما د زوی د تګ ستونزه حل کړي ډاکټرانو راته ويلي دي چې ستا د زوی درملنه شونې ده، خو زه خپله دومره وس نه لرم چې د خپل زوی درملنه وکړم.»
په همدې حال کې د محب الله ښوونکي وایي، چې نوموړی د نورو زده کوونکو په پرتله ځيرک او ښې زده کړې کولای شي.
عبدالرشيد دوست چې څلور کاله د محب الله ښوونکی پاتې شوی، وايي چې دغه معلول زده کوونکی کورنۍ وظيفه په ښه توګه ترسره کوي او همدارنګه د يوه ښه زده کوونکي مسووليت ادا کوي.
هغه وويل: «محب الله څلور کاله کېږي چې زموږ سره دلته په ښوونځي کې زده کوونکی دی ډير ځيرک زده کوونکی دی کله چې موږ نورو زده کوونکو ته زده کړې ورکوو په ښه ډول دی ورڅخه اخيستنه کولای شي هغه مسوليتونه چې موږ يې زده کوونکو ته ورکوو محب الله يې په ښه ډول ترسره کوي.»
بلخوا ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين هم د محب الله د هغو هڅه ستاينه کوي چې پر مات وجود یې زده کړو ته مخه کړې.
د دې ولايت لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رياست ریيس اغاولي قريشي وايي، چې د پوهنې رياست د محب الله د ښوونځي اړوند مسولينو ته سپارښتنه کړې چې د دغه زده کوونکي سره د زده کړو په برخه کې پوره مرسته وکړي.
هغه وويل: «موږ د محب الله خان او د هغه د کورنۍ د دغه هڅو ستاينه کوو چې محب الله خان ته يې د زده کړو زمينه برابره کړې اسلامي امارت هڅه کوي چې محب الله ته د ښو زده کړو زمينه برابره کړي.»
د ارزګان ترڅنګ د هیواد په نورو ولایتونو کې هم ګن شمیر داسې ماشومان شته چې د اقتصادي ستونزو، معلولیت او یاد هم د ښوونځيو د نشتون له کبله له زده کړو بې برخې پاتې دي او تر اوسه ورته پام نه دی شوی.