close
Photo: Social Media

طالبانو په پکتیا کې د یو طالب په وژلو تورن کس عام محضر کې اعدام کړ

اطلاعات روز: د طالبانو ستره محکمه وايي، په پکتیا ولایت کې یې په « قصدي قتل» یو تن تورن کس د یو شمېر لوړ پوړو طالب چارواکو او ګڼ شمیر هېوادوالو په حضور کې اعدام کړی دی.

د طالبانو ستره محکمه وایي، چې د «قصاص» دغه حکم نن (چهارشنبه، ۲۳ د لړم) د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز ښار په ورزشي لوبغالي کې د دغه ډلې د کورنیو چارو وزارت د سرپرست سراج الدین حقاني او یو شمیر نورو چارواکو په حضور کې تطبیق شوی دی.

په پکتیا کې د طالبانو د والي دفتر پرون له طالب چارواکو او خلکو غوښتي و، چې د دغه کس د اعدام نندارې ته حاضر شي، خو خبرداری یې ورکړی و، چې د دې صحنې عکسونه او ویډیوګانې اخیستل منع دي.

د طالبانو سترې محکمې په قتل تورن کس محمد ایاز اسد د میرزکي ولسوالۍ اړوند «کړکین خولې» سیمې اصلي او د مرکز ګردیز «جهاد مېنې» اوسنی استوګن معرفي کړی دی.

د دې محکمې د اعلاميې له مخې، هغه حبیب الله د ظريف خان زوى د کلاشينکوف په ډزو وژلی و او په دې تور نيول شوى و.

د طالبانو سترې محکمې ویلي، چې د دوی درې ګونو محکمو (ابتدایې، مرافعې او تمیز) پر یاد کس د «قصاص» حکم صادر او بیا دغه حکم د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده تایید او د تطبیق امر یې وکړ.

پر افغانستان د طالبانو تر ولکې ټینګولو وروسته دا شپږ کس دی چې دغه ډله یې په عام محضر کې اعداموي.

دغې ډلې تر دې وړاندې یو کس په فراه، دوه تنه په غزني، یو کس په لغمان او یو کس په جوزجان کې په عام محضر کې اعدام کړي دي.

دغه راز طالبانو په تېرو دریو کلونو کې بار بار عام خلک د اخلاقي فساد او غلا په تور په دُرو وهلي دي.

د بشري حقونو نړيوال سازمانونه د تورنو کسانو اعدام او جسمي سزا د نړيوالو قوانينو او انساني کرامت خلاف ګڼي او د بندېدو غوښتنه کوي، خو طالبان وايي چې د «شريعت حکم» پلي کوي.

ښي خواته محمد ایاز اسد چې په قتل تورن شوی و او اعدام شو او چپ خواته حبیب الله چې طالبان یې مقتول بولي. انځور: خواله رسنۍ