د هلمند ولایت محلي سندرغاړي، چې پخوا به یې د خوښیو مراسمو او جشنونو کې سندرې ویلې، د طالبانو بیا ځل حاکمیت سره یو شمیر هغه یې د دغه ډلې د بندیزونو له کبله ګډوال شوي او ځینې یې چې پاتې دي اوس د اقتصادي ستونزو سره مخ او حیران دي چې د خپلو کورنیو لګښتونه څنګه پوره کړي.
زړګی چې د محلي سندرغاړو د ټولنې غړی دی، وایي چې تر دې مخکې یې په لښکرګاه ښار او لېرې پرتو ولسوالیو کې د خپل هنر له لارې ښه عاید ترلاسه کاوه، خو په وینا یې چې د طالبانو راتګ سره، هغه او نور هنرمندان له ګڼو بندیزونو سره مخ شوي او اوس ورته د فعالیت اجازه نه ورکول کېږي.
نوموړی زیاتوي، پر موسیقۍ د طالبانو له بندیز وروسته ګڼ سندرغاړي بې روزګاره شوي او زیاترو یې په ښارونو کې درنو کارونو ته مخه کړې.
زړګی وایي، د طالبانو تر حاکمیت وړاندې له دوی سره ۳۵ محلې سندغاړي ثبت وو، چې د دغې ډلې راتګ راهیسې ۲۰ تنه سندرغاړي بهرنیو هیوادونو ته کډوال شوي او پاتې ۱۰ تنه یې اوس په روزي ګټلو پسې لالهانده دي.
هغه وویل: «د طالبانو تر بندیزونو مخکې موږ ښه ژوند درلود، په هفته کې به مو درې څلور د خوښۍ پرګرامونه کول او د خپل هنر له لارې مو ښې پیسې ګټلې، خو چې کله طالبان راغلل او پر سندرو ویلو یې بندیزونه ولګول زموږ اکثریت ملګري بېکاره شول او د ماښام ډوډۍ یې نه درلوده، ځینې یې رکشه چلوي ځینې یې روزانې ته مخه کړه او اکثریت داسې دي چې د ماښام د ډوډۍ هم نه لري.»
د هلمند یو بل محلي سندغاړی نوید خوشال چې د هلمند له مشهورو سندرغاړو څخه دی، دا مهال اقتصادي ستونزو سره مخ او وایي، په دې ولایت کې د هنرمندانو ژوند ډیر ستړی او له ستونزو ډک دی، چې نه یې طالبان غږ اوري او نه هم کومه مرستندویه ټولنه لاسنیوی کوي.
هغه چې د تېرو ۳۵ کلونو څخه په هلمند کې موسیقي غږوي، وایي طالبان غواړي د خپلې لومړۍ دورې په څیر د هنر ډګر له افغانستان څخه ټول کړي.
حوشال وویل: «په موسیقۍ کي زما ږیره سپینه شوه، طالبانو په اول تحریک کې هم پر موږ بندیزونه ولګول، هغه وخت طالبانو زموږ د موسیقۍ الې ماتولې او سرونه یې راخریل، ډم او نور بد الفاظ به یې راته کارول بلاخره هغه وخت زه او عبدالحی استاد چې تکړه توبله وهونکی وو مجبوره شولو چې پاکستان ته مهاجر شو بیا چې کله دوی ونړیدل زه بیرته د پاکستان څخه کندهار ته راغلم.»
دغه محلي سندرغاړی له بېکارۍ څخه سر ټکوي او د خپلو خبرو په دوام سره وایي: «پخوا به ما او زما دوه زامنو د واده او د خوشالیو په نورو پرګرامونو کي ګډون کاوه، سندرې به مو ویلې او خلکو به پیسې راته راکولې، خو چې کله طالبان راغلل زموږ پر هنري فعالیتونو یې بندیز ولګاوه د هغې ورځې څخه زه او زما دوه زامن بېکاره شوي یو چې بله هیڅ دنده نشته، یو زوی مي پاکستان ته تللی هلته رکشه چلوي او بل زوی مې روزانه کوي چې کله کار وي او کله نه وي.»
دغه راز د عبدالولي په نوم یو ځوان چې هلمند کې به یې د خوښیو په مراسمو کې ډول وهه او له لارې یې پیسې پیدا کولې د طالبانو راتګ سره بېکاره شوی او اوس حیران دی چې څه ډول خپلو اولادونو ته ډوډۍ پیدا کړي.
نوموړي وویل: «زه او زما کشر ورور په ودونو او دولتي پرګرامونو کي ډول او سورنی غږول، کارونه هغه وخت ډیر وو او اکثره وخت به مو په ودونو کي ډول غږوه، د دې لارې به مو اولادونو ته یو نفقه پیدا کوله چې بیا کله طالبان راغلل موږ څخه دا کسب پاتې شوی او اوس وزګار یو.»
بلخوا هلمند کې عام وګړي هم وایي، چې د طالبانو له لوري پر موسیقۍ له بندیز وروسته یې د خوښیو مراسم پېکه شوي دي.
د لښکرګاه ښار اوسیدونکی نصیراحمد وایي، چې د تېر حکومت پرمهال به خلکو د ودونو او خوښویو پرګرامونه په ډول، سورني او د محلي سندرغاړو په راوستلو ښایسته کول، خو د طالبانو تر بندیز وروسته اوس دغلته د ودونو او نورو خوښیو پرګرامونه بې رنګه شوي دي.
نصیراحمد وویل: «مخکې به خلکو ودونو ته محلي سندرغاړي راوستل او د خلکو پروګرام به یې رنګین کاوه، دشپې تر دولس یا یوې بجې به د واده پروګرام و، خو اوس د خلکو ودونه یوازې تر ډوډۍ خوړلو محدود شوي او پروګرامونه د پخوا په رقم خوشالي نه لري. »
بل لورته بیا د طالبانو د سرپرست حکومت د امربالمعروف وزارت ویاند عاکف مهاجر ویلي، چې په اسلام کې د موسیقۍ اورېدل او ترې خوند اخېستل جواز نه لري او خلکو ته سپارښتنه کوي چې ډډه ترې وکړي.
طالبانو د هیواد په ځینو سیمو کې سندغاړي وهلي ډبولي او د موسیقۍ الات یې ورته سوځولي او مات کړي دي.
په همدې حال کې د ودونو د تالارونو مسوولینو هم ویلي، چې پر موسیقۍ د طالبانو له بندیز وروسته یې مشتریان کم شوي او زیاتره خلک د پخوا په پرتله اوس د تالارونو ودونو ته زړه نه ښه کوي.
یادونه: په راپور کې د ځینو کسانو نومونه مستعار لیکل شوي دي.