close

ارزګان کې یو کس خپل د اکا زوی وواژه

اطلاعات روز: ارزګان کې د طالبانو ځايي مسوولين خبر ورکوي، چې د دې ولايت په دهراوود ولسوالۍ کې يو کس خپل د اکا زوی د ځمکې پر سر شخړه کې وژلی دی.

په دې ولایت کې د طالبانو د پولیسو وياند بلال ارزګانی وايي، چې دغه پيښه نن (چهارشنبه، ۲۳ د لړم) د دهراوود ولسوالۍ اړوند «لبلان» سيمه کې رامنځته شوې.

نوموړي زیاتوي، په یاده سیمه کې دوه تنه چې د اکا زامن سره کیدل د ځمکې پر سر شخړه کې کړې او په ترڅ  کې یو تن وژل شوی دی.

هغه د دغه کسانو د هویت په اړه څه نه دي ویلي، خو زیاتوي چې قاتل له سیمې تښتیدلی دی او دوی یې د نیول هڅې روانې کړي دي.

د هیواد په سویل کې ډیر کله د کلیوالي ستونزو، اوبو او ځمکې پر سر دا ډول شخړې رامنځته کېږي.