اطلاعات روز: د کندهار ولایت د پنجوایي ولسوالۍ اړوند «رود» سیمه کې د یوه ځوان جسد چې په مرموزه توګه وژل شوی و، موندل شوی.
کندهار کې ځایي سرچینو د نوم نه خپرولو په شرط ویلي، دا ځوان دوې ورځي مخکي له خپل کور څخه ورک شوی و او نن (سېشنبه، ۲۹ د لړم) تر غرمې وړاندي یې جسد موندل شوی.
د سرچنیو په وینا، دې ځوان شاوخوا ۲۴ کاله عمر درلود او د کندهار ښار اوسېدونکی و.
سرچنیو د دې وژل شوي کس نوم نه دی ښوولی خو ويلي یې دې چې لوموړی ویشتل شوی او وروسته یې جسد غورځول شوی.
د طالبانو ځايي پولیس هم یاده پېښه تاییدوي او وایې چې ددې پېښې اړوند یې خپلې پلټنې رواني کړې دي.
دوی زیاته کړې چې دا ځوان له خپلو ملګرو سره د هلمند ګریشک ولسوالۍ ته په سفر تللی و او تر سفر وروسته وېشتل شوی دی.
د یادونې وړ ده چې پر هیواد د طالبانو له واکمنېدو سره داسې پېښي زیاتې شوې دي او په ګڼو مواردو کې افراد د هغوی د مالونو د اخیستنې پر سر هم وژل شوي.