close
انځور: خواله رسنۍ

هلمند کې «وسله والو غلو» یو ځوان وژلی

اطلاعات روز: هلمند کې ځایي خلک وایي، چې د دغه ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې «وسله والو غلو» یو ځوان وژلی او موټرسایکل یې ترې وړی دی.

د سیمې خلک وایي، چې دغه پیښه تېره شپه (سې شنبه، ۲۹ د لړم) ناوخته د مرکز لښکرګاه ښار اړوند د «صافیانو» سیمې په هدیره کې رامنځته شوې.

خلک زیاتوي، چې وژل شوی ځوان د خپلې کورنۍ یوازینی نفقه راوړونکی و او دغې پېښې د سیمې په اوسېدونکو کې د ډار  فضا خپره کړې.

ځایي خلک د طالبانو له مسوولو چارواکو غوښتنه کوي، چې امنیتي وضعیت ته دې جدي پاملرنه وکړي ترڅو دا ډول پېښې تکرار نه شي.

هلمند ځایي طالب چارواکو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.