اطلاعات روز: د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسب کندهار کې یو شمېر والدین د خپلو ماشومانو پر مخ د تړل شویو محلي صنفونو د خلاصون غوښتنه کوي.
نن د نومبر ۳۰مه نېټه چې د لړم له ۳۰مې سره برابره ده، د ماشوم نړیوالې ورځې سره سمون لري.
دا ټولګي شاوخوا یو نیم کال وړاندي د طالبانو د ځايي چارواکو له خوا د نامعلومو دلیلونو له امله تړل شوي او لاتراوسه بند دي.
د کندهار اوسېدونکی وایې، دې ټولګيو د دوی د ماشومانو پر ژوند مثبته اغېزه کړې او د تعلیم لپاره یې ورته زمینه مساعده کړې وه.
د کندهار د معروف اوسېدونکی «بشیر عاطف» وایې چې د کندهار د اکثریت سیمو ماشومان ښوونځیو او مدرسو ته لاس رسی نه لري او په کلیو کې ورته محلي صنفونه جوړ شوي وو او د هغو له لارې یې زده کړې کړلې.
همدا راز، د کندهار د ډنډ ولسوالۍ اوسېدونکی محمد نظیف وایې، نورو ولایتونو کې محلي ټولګي فعال دي خو کندهار کې یې فعالیت بند شوی او ورسره زده کړو ته د زرګونه ماشومانو لاس رسی سخت شوی.
محمد نظیف زیاته کړې چې تېرو شلو کلونو کې زرګونه ماشومانو او ځوانانو د محلي ټولګیو پر مټ سواد زده کړی.
کندهار کې د طالبانو د يوهنې ریاست مسوولینو تردې مخکی رسنیو ته ویلي و چې یاد ولایت کې يې د موسساتو له لوري جوړ شوي محلي ټولګي تړلي او ښوونکي یې ټول رخصت شوي.
د طالبانو د پوهنې ریاست مسوولین زیاتوي چې کندهار ولایت کې د طالبانو علماوو شورا د دې ډلې مشر هبت الله ته په یوه لیږل شوي لیک کې د محلي ټولګیو د بیرته پرانیستو غوښتنه هم کړې وه.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو د خوندیتوب سازمان (یونیسیف) کې سرچینو ويلي چې کندهار کې ددوی د محلي ټولګیو شمیر نږدې ۱۴ سوو ته رسیده چې شاوخوا ۴۰ زره ماشومانو (نجونې او هلکان) ته د ۱۴۰۰ ښوونکو له لوري زده کړې ورکول کیدې.