close

په بغلان کې شاوخوا ۱۰ کسان په زیارت کې وژل شوي 

یو شمېر سرچینو اطلاعات روز ته تایید کړې چې وسلوالو کسانو لږ تر لږه ۱۰ کسان په بغلان ولایت د نهرین ولسوالۍ په یو زیارت کې وژلي دي.

د دې پېښې یوه ویډیو چې «اطلاعات روز» ورځپاڼې لاس ته ورغلې پکې لیدل کېږي چې قربانیان پر خپلو جاینمازونو لوېدلي دي. ویل کېږي چې وژل شوي کسان د تصوف لارویان وو.

د ځايي سرچینو د راپور له مخې، دا پېښه تېره شپه (پنجشنبه، ۱ د لېندۍ) د «آغا پاچاجان» په زیارت کې شوې ده.

تر اوسه هېڅ ډلې د دې وژنې مسولیت پر غاړه نه دی اخیستی.

په بغلان کې د طالبانو سیمه‌ییزو چارواکو هم تر دې دمه د دې پېښې په اړه څه نه دي ویلي.