اطلاعات روز: د افغانستان یو شمېر ښځینه معترضینو، اعتراضي خوځښتونو او د بشري حقونو فعالانو په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د امریکا متحده ایالاتو او د طالبانو تر منځ د دوحې توافقلیک دې لغو کړي.
د دې لیک یوه نسخه نن (شنبه، ۳ د لیندۍ) اطلاعات روز ته لېږل شوې او پکې ویل شوي چې د دې توافقلیک له امله په افغانستان کې سوله او ثبات نه دی راغلی او د دې هیواد لپاره یې «ورانوونکې» پایلې درلودلې دي.
د دې لیک لاسلیکوونکو د ښځو او نجونو ځپنه او شکنجه، د لږکیو ځپل، د جنګي جنایتونو ارتکاب، هدفي وژنې، د رسنیو او مدني بنسټونو تضعیفول، د نشيي توکو د تولید او قاچاق رشد، جبري کډوالي او د پناه غوښتونکو کړکېچ له طالبانو سره د شوي توافقلیک پایلې بللې دي.
دوی همدا راز ویلي چې د نړیوال تروریزم تقویه کېدل، په سیمه کې د بې ثباتۍ وده، د خطرناکې حکومتولۍ بېلګه وړاندې کول او د سازماني جرایمو زیاتوالی د دوحې د توافقلیک نړیوالې پایلې دي.
د افغانستان معترضو ښځو او د بشري حقونو فعالانو د امریکا له منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د افغانستان په تړاو دط اصولي او عادلانه چلند خپل کړي او د طالبانو د رهبرانو د محکمه کېدو ملاتړ دې وکړي او پر دې ډلې دې ډیپلوماټیک فشار راوړي.
د امریکا او طالبانو تر منځ د دوحې توافقلیک د ۲۰۲۰ کال د فبروري میاشتې پر مهال لاسلیک شو او له مخې یې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو وتلو ته زمینه برابره شوه.
د دې توافقلیک تر لاسلیکېدو وروسته د افغانستان د پخواني حکومت پر خلاف د طالبانو بریدونه پراخ او سخت شول او اخیر هم د افغانستان پخوانی حکومت د امریکايي ځواکونو تر وتلو ۱۵ ورځې وړاندې د دې ډلې په لاس سقوط شو.