close

طالبانو پاکستان ته د لرغونو اثارو د قاچاق مخنیوی کړی

اطلاعات روز: طالبانو د تورخم له لارې پاکستان ته د تاریخي اثارو د قاچاق د مخنیوي خبر ورکړی دی.

په تورخم کې د ننګرهار د اطلاعاتو کلتور ریاست اړوند د طالبانو د اطلاعاتو مدیر عرفات مهاجر وایي، چې طالب سرتېرو تېره ورځ (جمعه، ۲ د لیندۍ)په تورخم بندر کې په یوه بار وړونکي موټر کې ۶ زره او ٩٤٩ کیلو ګرامه تاریخي اثار، څه باندې ۱۱ سوه کیلو ګرامه تاریخي سکې او له ۱۲ سوه ګرامو زیات ګران بیه ډبرې نیولې دي.

د هغه په خبره یاد توکي پاکستان ته قاچاق کیدل چې دوی یې مخنیوی کړی دی.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې اطلاعات روز ورځپاڼې داسې معلومات ترلاسه کړي وو، چې په ختیځ زون کې قیمتي ډبرې او لرغوني اثار په خپلسري ډول کېندل کېږي او بیا له مختلفو لارو پاکستان او ایران ته قاچاق کېږي.

له دې وړاندې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت چارواکو ویلي و، په تېر کې د هېواد زرګونه قلمه لرغوني اثار غلا شوي، خو دوی په دې وروستیو کې ګڼ شمېر نور د قاچاق وړونکو له منګولو ژغورلي دي.