close

په نيمروز کې په نشيي توکو د څلورو روږدو کسانو مړي موندل شوي

اطلاعات روز: په نيمروز کې ځايي سرچينې وايي چې د یاد ولايت په مرکز زرنج ښار کې د څلورو کسانو چې په نشيي توکو روږدي وو، جسدونه موندل شوي او د زرنج ولايتي روغتون ته انتقال شوي دي.

د سرچينې په وینا، د يادو کسانو مړي نن (سې‌شنبه، ۶ د لیندۍ) د نیمروز ولایتي روغتون ته انتقال شوي او ویل کېږي چې ښايي د روغتيايي ستونزو، لوږې او یا سړې هوا له کبله مړه شوي وي.

تر اوسه په نیمروز کې د طالبانو ځايي چارواکو په دې اړه څه نه دې ويلي.

یو څه وخت وړاندې هم له نیمروز څخه ځايي سرچینو د نهو روږدو کسانو د جسدونو د موندنې خبر ورکړی و.

د سرچینو په وینا، په نیمروز کې اکثریت روږدي هغه کسان دي چې له ایرانه شړل شوي او بې کوره دي.

طالبان ادعا کوي چې دوي په هرو درو مياشتو کې په نشيي توکو اخته کسان د درملنې په هدف راټولوي خو داسې راپورونه ورکول کېږي چې د درملنې له پروسې تېر شوي کسان بیرته د بېلابېلو ستونزو له امله نشو ته ورګرزي.