close
photo: sent to Etilaatroz

لغمان کې ۲۵۴ چک ډېمونه جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول

اطلاعات روز: لغمان کې د طالبانو مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په مختلفو سیمو کې د ۴۶ میلیونه افغانیو په لګښت ۲۵۴ چک ‌ډیمونه جوړ او ګټې ‌اخیستنې ته سپارل شوي دي.

د دې ولایت د اقتصاد ریاست لپاره د طالبانو رییس مولوي جان محمد وایي، یاد کوچني بندونه د اوبو او انرژۍ وزارت او دغه راز د مرستندویه موسېساتو په مالي همکارۍ جوړ شوي، چې ۴۶ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راغلی او د زرګونه متره معکب اوبو ذخیره کولو ظرفیت لري.

نوموړی د یادو چک ډېمونو له جوړېدو موخه له وچکالۍ سره مبارزه یادوي او تمه لري، چې په دې سره به دغلته د کروندګرو د اوبو شته ستونزې تر یوې کچې حل شي.

هغه وایي، په پلان کې لري چې د لغمان په ځېنو نورو سیمو کې هم د سیلابي اوبو د ذخیره کولو په موخه ورته چک ډېمونه جوړ کړي.

له دې څه موده وړاندې د طالبانو د کرنې او مالدارۍ وزارت سرپرست ویلي و، د تېر یوه کال په ترڅ کې د ځمکې لاندې اوبو زیاتېدو او خوندیتوب په موخه د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې ۵۰۰ لوی او واړه چک ډېمونه جوړ شوي دي.