close

د کندهار خلک: موږ ډوډۍ ته حیران یو، طالبان راڅخه په «زور» مالیه اخلي

د کندهار اوسیدونکي د طالبانو له لوري په بېلابېلو نومونو له جبري مالیې اخیستو سرټکوي او وایي، چې د بې کارۍ او اقتصادي ستونزو سره سره، د دغې ډلې د ښاروالۍ، مستوفیت، او نورو ادارو کارکوونکي وخت ناوخت د دوی کورونو او هټیو مخې ته ولاړ وي او د مالیې غوښتنه کوي.

خلک د طالبانو له لوري د ټاکل شوې مالیې ورکړه ستونزمنه چاره ګڼي او غوښتنه کوي چې دغه ډله باید په دې برخه کې د اصلاحاتو راوستو ترڅنګ څرګنده کړي چې یاد مالیات چیرته په مصرف رسیږي.

دوی وایي، چې د دې ډول جبري مالیاتو له امله یې اقتصادي وضعیت خراب شوی، او ټینګار کوي چې د طالبانو حکومت باید د خلکو د اړتیاوو پر اساس د مالیې راټولولو پالیسي جوړه کړي.

د کندهار ښار اوسېدونکی محمد اشرف پوپل چې له تېرو دریو کلونو راهیسې بې کاره ګرځي، وایي چې ځینې ادارې ترې مالیات ټولوي، خو تراوسه نه پوهېږي چې ټولې شوې پیسې چیرته په مصرف رسېږي.

نوموړی زیاتوي، چې خلک د مالیاتو له ورکولو څخه په تنګ راغلي او غوښتنه کوي چې د طالبانو حکومت باید د خلکو څخه په بېلابېلو نومونو د مالیاتو د اخیستو پرځای پر کانونو او نورو مرستو تکیه وکړي.

محمد اشرف وویل: «موږ په ځان پسې حیران یو حکومت په رقم، رقم نومونو راڅخه په زوره مالیات اخلي، د برېښنا مېټر یې راڅځه وړی و چې برېښنا ریاست ته ورغلو ویل یې چې تاسو د ښاروالۍ د صفایي کتابچه نه ده تحویل کړې، د اوبو بیل مو نه دی تحویل کړی، د برېښنا جریمه مو نه ده تحویل کړې، چې موږ حساب ورته وکړ یوازې ۳۰زره افغانۍ پر موږ د دولت مالیات راغلي وو دا خو دا یو شمېر ادارې پکې ناحسابه دي چې لږ، لږ مالیات په دوامداره ډول راڅخه اخلي، موږ د ماښام د ډوډۍ وس نه لرو حکومت دې یا مالیه نه اخلي او چې اخلي یې بیا دې لږ اخلي ځکه ۹۰ فیصده افغانان په فقر کې ژوند کوي.»

د کندهار خلک وایي، له یوې خوا کار نشته او له بلې خوا ترې طالبان لوړه مالیه ټولوي

د کندهار ښار بل اوسېدونکی صالح محمد نظري بیا وایي، د طالبانو حکومت دې د مالیاتو راټولولو پرځای پر نورو لارو چارو غور وکړي، څو د خلکو ستونزې حل او بې روزګاري ورکه شي.

نوموړي وویل: «عامیان د مالیې ورکولو سره هیڅ توافق نه لري ځکه دا په زوره اخیستل کېږي، موږ ډیر رقمونه مالیه ورکوو هغه لکه د مبایل د کارټ مالیه، د ښاروالۍ مالیه، د مستفویاتو مالیه، د معاشاتو مالیه، د اوبو مالیه د خوراکي توکو مالیه، هرې برخې ته چې موږ حساب وکړو په زرګونو افغانۍ موږ د کال په پای کې مالیه تحویل کړې وي، خلک خو د دې وس او توان نه لري چې ټول ژوند یې په مالیې ورکولو کې تېر شي.»

دغه راز کندهار ښار کې د خوراکي توکو یو پلورنکی محمود اغا وایي، چې د طالبانو حکومت دې د عوایدو زیاتوالي لپاره نورې منابع وکاروي ځکه په خبره یې چې خلک د دومره زیاتو مالیاتو تحویلولو توان نه لري.

نوموړی د طالبانو د حکومت لخوا په مالیاتي سیستم کې د اصلاحاتو راوستو لپاره شوې هڅې ناکامه بولي او زیاتوي، چې لوړ مالیات د خلکو او حکومت ترمنځ مالیات نور هم زیاتوي.

د خوراکي توکو دغه پلورنکی وایي، چې د طالبانو حکومت باید د خلکو بې کارې او اقتصادي وضعیت ته په کتو پر خلکو مالیات وضعه کړي.

هغه په خپلو خبرو کې وویل: «مستوفیت والا دوکان ته راشي پیسې غواړي چې پلانکی کارټ نه لرې دومره مالیه درپسې پاتې ده، ښاروالۍ په درې نومونو مالیه راڅخه اخلي، نور ریاستونه هر یو جلاجلا راځي او مالیه ورکوو، که مالیه ورنکړو یا دوکان رابندوي یا مو په تکلیفوي، نه مو څوک غږ اوري نه مالیه راباندې کمیږي، یوه ورځ موږ حساب وکړ یوازې ما لس رقمه مالیه تحویل کړې، دغسې هر سړی حساب کړه، په خارج کې هم خلک مالیه ورکوي، خو دومره ډیره نه ورکوي لکه موږ، بله خبره داده چې دلته څوک ستا میاشتني عوایدو ته حساب نه کوي، یوازې یې د مالیې اورېدلي او مالیه درڅخه اخلي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان وایي، طالبان باید پر ټولو خلکو یو ډول مالیه وضعه نه کړي

د اقتصادي چارو کارپوهان هم د طالبانو حکومت له لوري ټاکل شوې مالیه د خلکو لپاره ستونزمنه چاره ګڼي او وایي، چې د دولتي سکتور د پیاوړتیا لپاره باید پر نورو لارو چارو غور وشي، ترڅو ولسونه له ستونزو خلاص شي.

د اقتصادي چارو کارپوه مسعود احمد په دې اړه وویل: «که په یو منظم چوکاټ کې د ولس لپاره د مالیې ورکولو سیستم جوړ شي او خلک پر یوځای مالیه ورکړي شاید د خلکو ستونزې راکمې شي، د نړۍ نورو هیوادونو ته په کتو سره موږ ویلای شو چې د هرې کټګورۍ خلکو لپاره ځانګړي مالیات تعین شوي، د خان او غریب ترمنځ د مالیې ورکولو پرمهال فرق وي، افغانستان کې داسې کوم څه نشته ځکه خلک له حکومت څخه په شکایت دي او د مالیاتو ورکول ته زړه نه ښه کوي، او ستونرې هر ورځ زیاتېږي خو کمېږي نه.»

موږ هڅه وکړه چې په دې اړه کندهار کې د طالبان د ادارو نظر ترلاسه کړو، خو له هڅو سره سره یې د نظر په اخیستو بریالي نشوو.