اطلاعات روز: د ایران د کرمان ولایت عمومي او انقلابي څارنوال مهدي بخشي د وروستیو دریو ورځو پرمهال د یو زر او ۷۸۸ افغان «ناقانونه» کډوالو د پیژندنې او ایستلو خبر ورکړی دی.
د ایرنا خبري اژانس له راپور سره سم، دې ایراني چارواکي ويلي چې کډوال «د وروستیو دریو ورځو پرمهال د امنیت د ټولنیزې طرحې له مخې چې موخه یې د امنیت د احساس پیاوړي کول دي پېژندل شوي او بیرته ستانه کړل شوي دي».
نوموړي زیاته کړې چې «بهرني اتباع» دې هیواد ته د راتلو، پکې د اوسېدو او ترې د وتلو لپاره له قانوني لارو-چارو کار واخلي، کنه دوی به یې له هیواده وشړي.
مهدي بخشي ویلي، چې د «بهرنیو اتباعو» پر کار ګمارل جرم دی.
ایران د کډوالو د ایستلو لړۍ چټکه کړې. ایراني چارواکي وايي چې د روان لمریز کال تر پایه دوه میلیونه کډوال باسي.
ایران له کلونو راهیسې د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دی. ایراني چارواکي ادعا کوي چې په ایران کې شپږ میلیونه افغان کډوال مېشت دي.
ایران ته د افغان کډوالو د تلو عمده لامل بې کاري او له طالبانو تېښته ګڼل کېږي.