اطلاعات روز: هلمند کې ځایي سرچیني وایي چې د دې ولایت د ګرشک ولسوالۍ په «بغرا» سیمه کې ویالې ته د موټر د لوېدو په پېښه کې پنځه کسان مړه شوي او یوه ښځه ژوبله ده.
ځايي سرچینې وایي چې دا پېښه نن (یکشنبه، ۲۵ د لیندۍ ) سهار مهال د موټرچلوونکي د بې احتیاطۍ له کبله رامینځته شوې ده.
د سرچینو د معلوماتو له مخې، په پېښه کې دوې ښځې، دوه کوچنیان او د موټر چلوونکی مړه شوي دي. یوه بله ښځه زخمي شوې.
د دې پېښې په اړه د هلمند طالب چارواکو تر دې دمه رسمي څرګندونې نه دي کړي، خو ځایي خلک ټینګار کوي چې اړوندې ادارې دې د موټروانانو لپاره د ټرانسپورټي اصولو د پلي کېدو په برخه کې جدي ګامونه پورته کړي.