اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د بریتانیا د سفارت شاژدافیر رابرټ ډیکسن ويلي چې کابل ته د خپل وروستي سفر پر مهال یې له طالب چارواکو پرته له ښځو، خصوصي برخې، د ملګرو ملتونو له ادارو او بهرنیو ډیپلوماټانو سره هم ليدلي دي.
ده نن شپه (سېشنبه، ۲۷ د لیندۍ) پر ایکس ټولنیزې رسنۍ لیکلي: «دوی ټول په افغانستان کې د فقر د زیاتېدو او ځپنې له امله ډېر اندېښمن دي.»
د بریتانیا د سفارت شاژدافیر هیله ښوولې چې د ۲۰۲۵ کال پر مهال به د افغانستان لپاره غوره لار پیدا شي.
ده ټینګار کړی او ویلي یې دې چې لکه څرنګه چې یې د طالبانو له سرپرستو وزیرانو سره هم بحث پر کړی «د ملګرو ملتونو خپلواکه ارزونه او د امنیت شورا ۲۷۲۱ پرېکړهلیک د سولییز او ښېرازه افغانستان لرلید وړاندې کوي».
رابرټ ډیکسن همدا راز ويلي چې له طالب چارواکو سره یې په خپلو لیدنو کې په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو د بندیز او پر روغتیایي وضعیت په ځانګړې توګه پر ښځو او ماشومانو یې د دې د اغېز په تړاو خپله ژوره اندېښنه بیان کړې ده.
ده زیاته کړې چې د دې لیدنو پر مهال یې د افغانستان خلګو ته د بشرپالو مرستو د رسولو په برخه کې د غیر دولتي سازمانونو په ځانګړې توګه د بریتانیا د ۱۶۰ میلیون پونډو پر ارزښت هم ټینګار کړی دی.
طالبانو شاوخوا ۱۵ ورځې وړاندې په طبي انسټیټوټونو کې د نجونو پر زده کړو تر بیا خبرتیا پورې بندیز ولګاوه.
له دې پرته داسې راپورونه هم ورکول کېږي چې دا ډله غواړي په افغانستان کې د موسسو او نړیوالو بنسټونو پر فعالیت هم بندیز ولګوي.
د افغانستان لپاره د اروپایي اتحادیې ځانګړي استازي توماس نیکلسن هم ويلي و چې افغانستان ته د خپل وروستي سفر پر مهال یې دا موضوع له طالب چارواکو سره یاده کړې، خو په دې اړه یې زیات جزییات نه دې تر لاسه کړي.