close

پټې وژنې؛ د ننګرهار کانال نهر کې د یو کس جسد موندل شوی

اطلاعات روز: د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ښار څلورمې ناحېې اړوند «ټلویزیون تپې» ته څېرمه د کانال په نهر کې د یو کس جسد موندل شوی.

د پېښې یو عیني شاهد د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د یاد کس جسد تېره ورځ (سې شنبه، ۲۷ د لېندۍ) مازدیګر ناوخته ځایي خلکو د ننګرهار کانال نهر څخه راوېستلی او روغتون ته یې انتقال کړی دی.

سرچینه زیاتوي د موندل شوي جسد لاسونه تړل شوي وو او په ګمان یې چې ۳۰ کلن ځوان به و.

تر اوسه روښانه نه ده چې د مړينې انګېزه يې څه ده او ولې کانال ته غورځول شوى دی.

بلخوا ننګرهار کې طالب چارواکو هم په دې تړاو څه نه دي ویلي.

د یاونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په یاد نهر کې د ګڼ شمیر خلکو جسدونه موندل شوي، چې طالب مسوولینو یې لامل شخصي دښمني په ګوته کړې.