close

د کابل-کندهار پر لویه لار جلا ترافیکي پیښې: طالبان: ۱۱۷ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد خبر ورکړی، چې تېره شپه (چهارشنبه، ۲۸ د لیندۍ) په غزني ولایت کې د دوو جلا ترافیکي پېښو له کبله ۵۲ تنه مړه او ۶۵ تنه نور ټپیان شوي دي.

مجاهد ایکس کې پر خپله پاڼه د دې پیښې د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړې او خپلو اړوندو ارګانونو ته یې لارښوونه کړې، چې «هرڅه ژر دې دواړه پیښې وڅیړي، دقیق علت یې معلوم او په جدي توګه د داسې ناورینونو د تکرار مخنیوی وکړي».

په ورته مهال غزني کې د طالبانو د والي دفتر خبر ورکړی، چې تېره شپه دغلته د دوو جلا ترافیکي پېښو له کبله ۴۷ تنه مړه او ۷۶ تنه نور ټپیان شوي دي.

دغه دوه پېښې تېره شپه شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د کابل – کندهار پر لويه لاره د غزني د مرکز اړوند شهباز سيمه او د دغه ولايت د اندړو ولسوالۍ د ناني بازار په سيمه کې رامنځته شوې دي.

تېره شپه ځايي سرچينو اطلاعات روز ته وويل، چې دغه دوې پېښې، چې یو له بلې سره ١٥ کيلومټره واټن لري، دوو ٥٨٠ ډوله مسافر وړونکو بسونو د ګازو له یو ټانکر او ټېلر موټر سره ټکر کړی دی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دغو دوو پېښو کې لږ تر لږه ٥٠ کسان وژل شوي او ښایي د مرګ ژوبلې کچه لوړه شي.

د غزني ولایت لپاره د طالبانو د والي دفتر نن سهار د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره د ۴۷ تنو د وژل کیدو او د ۷۶ تنو د ټپي کیدو پخلی کړی دی.
دغه دفتر زیاته کړې، چې د ځینو ټپیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

يوې سرچينې د اطلاعات روز خبريال ته وويل، چې په ټپيانو کې د پنځو تنو روغتيايي حالت خراب دى.

د طالبانو ځایي مسوولینو د دغو دوو پېښو د لامل په اړه څه نه دي ويلي.

خراب او غیر معیاري سړکونه، بې احتیاطي او د ترافیکي قوانینو نه مراعت په هېواد کې د ترافیکي پېښو له عواملو څخه بلل کېږي.

ډیری پیښې د تیز رفتاره موټرو د چپه کیدو یا د ټکر له امله رامنځته کېږي.