close
Photo: state.gov

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند: موږ د خپلو ګټو لپاره له طالبانو سره تعامل لرو

اطلاعات روز: د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر ویلي، چې هېواد یې د خپلو ګټو لپاره په افغانستان کې له طالبانو سره تعامل لري.

هغه د سې شنبې په ورځ (۲۷ د لیندۍ) په یوه خبري ناسته کې د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل: «کله چې زموږ په ګټه وي، موږ له ترهګریزو ډلو سره د تعامل وړتیا لرو.»

میلر زیاته کړې: «موږ له طالبانو سره د امریکا د ملي ګټو لپاره تعامل لرو او موږ له هیأت تحریر شام سره هم د امریکا د ملي ګټو لپاره تعامل کړی دی او په دې کې د امریکایي ژورنالیست استین تایس موندل او کور ته راستنول هم شامل دي.»

په تېرو درو کلونو کې د امریکا چارواکو او ډیپلوماټانو په افغانستان کې د بشري حقونو او د ښځو د حقونو پر درناوي ټینګار کړی دی. دغه هېواد د طالبانو ځینې چارواکي د ښځو د حقونو د نقض له امله تر بندیز لاندې راوستي دي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په خپله وروستۍ اعلامیه کې چې د افغانستان په اړه یې ورکړې ده، ویلي: «متحده ایالات هوډ لري چې په افغانستان کې د ښځو او نجونو د حقونو ملاتړ ته دوام ورکړي او د ټولنې په ټولو برخو کې د هغوی د بشپړ، مساوي او معنادار ګډون لپاره به د ټولو افغانانو ترڅنګ ولاړ وي.»

دې وزارت ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید د طالبانو کړنې وغندي او د افغانانو، په ځانګړې توګه د هغو ښځو او نجونو ملاتړ وکړي چې په سیستماتیک ډول له خپلو حقونو بې برخې کېږي.