اطلاعات روز: طالبانو په ننګرهار کې د پوهنتونونو له محصلینو وروسته تازه په دغه ولایت کې د ښوونځيو پر زده کوونکو د سپینې خولۍ پر سر کول او د ږیرې پرېښودل جبري کړي دي.
د جلال اباد ښار د عبدالوکیل لېسې یو ښوونکي د نوم نه ښودلو په شرط نن (پنج شنبه، ۲۹ د لېندۍ) وویل، چې دوی ته د پوهنې ریاست له لوري د یو مکتوب پر اساس سپارښتنه شوې چې پر زده کوونکو د ږیرې پرېښودل او خولۍ پر سرکول لازمي کړي.
سرچینه زیاتوي په مکتوب کې په جدي ډول ویل شوي، هغه زده کوونکو چې له دې امر سرغړونه کوي د نورو زده کوونکو په مخکې دې مجازات او یا دې ترې د یاد امر د عملي کیدو قوي تعهد واخیستل شي.
دغه ښوونکي وویل: «هو! د پوهنې ریاست له لوري ټولو ښوونځيو ته یو مکتوب استول شوی، چې پکې زده کوونکي د ږیرې پر پرېښودو او د خولۍ پر سرکولو لازمي شوي دي؛ د ټولو لېسو مدیرانو او ښوونکو ته ویل شوي چې د دې امر په پلي کیدو کې ورسره همکاري وکړي او سرغړونکي دې مجازات کړي.»
د بهسود ولسوالۍ اړوند «ناهید» لېسه کې هم یوې سرچینې وویل، چې د پوهنې ریاست له لوري ورته تېره ورځ یو مکتوب ورسیدلی چې پکې پر زده کوونکو، ښوونکو او نورو ادارې کارکوونکو د سپینې خولۍ پرسر کول او د ږیرې پرېښودل جبري شوي.
د سرچینې د معلوماتو پر اساس د طالبانو د پوهنې ریاست دغه راز خبرداری ورکړی که زده کوونکي او ښوونکي یې له یادې پرېکړې سرغړونه وکړي له قانوني سزا سره به مخ شي.
مونږ هڅه وکړه په دې اړه د ننګرهار پوهنې ریاست د مسوولانو نظر هم ولرو، خو له هڅو سره سره یې زمونږ اړېکه ځواب نه کړه.
د یادونې وړ ده چې له دې یوه میاشت وړاندې د طالبانو امربالمعروف ادارې د ننګرهار او لغمان ولایتونو په دولتي پوهنتونونو کې هم پر محصلینو د ږیرې پرېښودل او پګړۍ پر سر کول جبري کړي و.
طالبانو په تېره درې کلنه واکمنۍ کې د ټولنې پر نورو برخو سربېره په ښوونیزو ادارو هم بندیزونه وضعه کړي دي.