close
Photo: Defence.pk

امریکایي چارواکی: د پاکستان د توغندیو برنامه د متحده ایالاتو لپاره رادبره کېدونکی ګواښ دی

اطلاعات روز: د امریکا د ملي امنیت مرستیال مشاور جان فاینر وايي چې د پاکستان له لوري د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو پراختیا د متحده ایالاتو لپاره یو «رادبره کېدونکی ګواښ» دی.

د رویټرز د راپور له مخې، ښاغلي فاینر پرون (پنجشنبه، ۲۹ د لیندۍ) «د نړیوالې سولې لپاره د کارنیګي بنسټ» سره په خبرو کې ویلي چې پاکستان د لیرې واټن ویشتونکو توغندیو د پراخولو هڅه کوي او دا توغندي کولای شي له پاکستان سره مرسته وکړي چې له اسیا هاخوا اهداف وولي.

ده زیاته کړې چې پاکستان «د پرمختللو توغندیو د ټیکنالوژۍ تر لاسه کولو هڅه کوي او په دې لړ کې غواړي لیرې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي او داسې تجهیزات تر لاسه کړي چې د ډېرو لویو توغندیو د انجن ازموینه ممکنه کړي».

فاینر همدا راز ویلي: «له همدې امله موږ ته سخته ده چې د پاکستان اقدامات متحده ایالاتو ته له ګواښ پرته بل څه وبولو.»

دا څرګندونې یوه ورځ تر هغه وروسته شوې دي چې امریکا په لومړي ځل د پاکستان د دفاعي اژانس او د دې هیواد د توغندیو پر پراخېدونکې برنامې بندیزونه اعلان کړل.

دوو امریکایي چارواکو د خپل هویت د پټ ساتلو په شرط رویټرز ته ویلي چې د پاکستان د توغندیو په تړاو د متحده ایالاتو اندېښنه پخوانۍ ده او وجه یې د توغندیو د انجنونو اندازه ده چې د پراختیا په حال کې دي.

یوه لوړپوړي امریکایي چارواکي ویلي چې د پاکستان له پراخېدونکو بالستیک توغندیو چې کوم ګواښ امریکا ته پېښېږي، تر راتلونکې یوې لسیزې پورې دی.

یوه بل امریکایي چارواکي ویلي چې پاکستان د امریکا اندیښنې نه مني او هغه «مغرضانه» بولي.

ده زیاته کړې چې پاکستاني چارواکي وایي چې د پاکستان د توغندیو پر خلاف د امریکا بندیزونه د هند په وړاندې د دې هیواد د دفاعي وړتیاوو ختمول دي.

پاکستان خپلې هستوي وسلې او بالستیک توغندي د هند د «تېري» په وړاندې خنډ بولي او وایي چې موخه یې په سیمه کې د ټیکاو ساتنه ده.

د رویټرز د راپور له مخې، په واشنګټن کې د پاکستان سفارت د امریکایي چارواکو د څرګندونو په اړه څه نه دې ویلي.

امریکا او پاکستان په افغانستان کې د متحده ایالاتو د نظامي حضور پر مهال پراخه همکاري درلوده، خو له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو له وخته د دې دوو هیوادونو اړیکې د کړکېچ خوا ته روانې دي.