اطلاعات روز: د افغانستان او زمبابوې د کرکټ د ملي لوبډلو تر منځ د درو یو ورځنیو لوبو د لړۍ په دویمه لوبه کې افغانستان د ۲۳۲ منډو په توپیر زمبابوې ته ماتې ورکړه او په دې سره په لوبلړۍ کې یو پر صفر مخته دي.
د افغانستان او د زمبابوې تر منځ لوبه نن (پنجشنبه، ۱۹ د لیندۍ) ترسره شوه چې افغانستان پکې لومړی د توپ وهنې په کولو سره سیالې لوبډلې ته د شپږو لوبغاړو په سوځېدو د ۲۸۷ منډو هدف ورکړ.
د افغانستان له لوري پیلیز توپ وهونکي صدیق الله اتل سلیزه وکړه او همدا راز ورسره ملګري عبدالمالک هم ۸۴ منډې وکړې.
د زمبابوې له لوري د منډو پیل ښه نه و او پر صفر یې لومړی لوبغاړی په منډه کې وسوځېد او تر دې وروسته افغان لوبډلې وکولای شول چې د زمبابوې ټول لوبغاړي په اتلسم اور کې وسوځوي.
د افغانستان له لوري نوید ځدراڼ او غضنفر درې، فضل الحق فاروقي دوې او عظمت الله عمرزي یوه ویکیټ واخیسته.
د یادونې وړ ده چې د زمبابوې او افغانستان تر منځ لومړۍ یو ورځنۍ لوبه د باران له کبله لغو شوې وه او ټاکل شوې ده چې دواړې لوبډلې د روانې ډسمبر میاشتې پر ۲۱ نېټه وروستۍ یو ورځنۍ لوبه وکړي.