اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وايي چې د دې ولایت په روداتو ولسوالۍ کې ناپېژانده وسلوالو یو ډاکټر په ډزو ویشتلی او وژلی دی.
د وژل شوي کس یو خپلوان اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې د روداتو ولسوالي په «مزینې» سیمه کې د «شهزاد خان» په نوم يو ډاکټر تېر ماښام (پنجشنبه، ٢٩ د لېندۍ) د ناپېژانده وسلوالو له لوري له کار ځای کور ته د ستنېدو پر مهال د وسلوالو له لوري په ډزو وژل شوی دی.
هغه زیاتوي چې وسلوال د یاد ډاکټر له وژلو وروسته له سیمې تښتېدلي دي.
د نوموړي د معلوماتو له مخې «ډاکټر شهزاد خان» په اصل کې د روداتو ولسوالۍ اوسېدونکی و او د طب په برخه کې زده کړې وې چې له فراغت وروسته یې په خپله سیمه کې د خلکو د درملنې په موخه یو روغتیایي مرکز جوړ کړی و.
له دې نېږدې شپږ میاشتې وړاندې هم د ننګرهار په غني خېلو ولسوالۍ کې هم یو ډاکتر ناپیژانده وسلوالو په خپل کار ځای کې وژلی و.