close

کرزی: د علم او پوهې لپاره د هیواد د نجونو غوښتنه «برحقه» غږ دی

اطلاعات روز: د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د ښوونځیو او پوهنتونونو د پرانیستلو لپاره د نجونو غږ تایید کړی او ویلي یې دي چې د نجونو غوښتنه برحقه او د یو سوکاله افغانستان غږ دی.

ښاغلي کرزي نن (شنبه، ۱ د مرغومي) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې دا غوښتنه یو اساسي حق ګڼي او ټینګار کوي چې د نجونو له زده کړې پرته افغانستان هېڅکله روښانه راتلونکی نه شي لرلی.

د هېواد پخواني ولسمشر زیاته کړې، چې د علم او ​​پوهې لپاره د هېواد د نجونو غوښتنه او اواز برحقه او د یو سوکاله افغانستان غږ دی  او دا یې د ځوان نسل د توانمندۍ، د ټولنې د ځان بسیاینې، له احتیاجه د خلاصون، د پرمختګ او ابادۍ یوازینۍ لار بللې.

هغه ټینګار کړی، چې تعلیم د افغانستان د سوکالۍ او پرمختګ لپاره حیاتي دی او هیله یې څرګنده کړې چې د هېواد د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازې ژر تر ژره د نجونو پرمخ پرانیستل شي.

کله چې طالبانو بیاځل پر افغانستان ولکه ټینګه کړه، لومړی یې له شپږم ټولګي پورته نجونې له ښوونځیو راوګرځولې او بیا یې د نجونو پرمخ د پوهنتونونو دروازې وتړلې.

دې ډلې په وروستي اقدام کې په طبي موسېسو کې د نجونو پر زده کړو هم بندیز لګولی او په دې توګه یې ټولې نجونې له رسمي زده کړو څخه محرومې کړې دي.