close

سبا د هیواد په یو شمیر سیمو کې د پولیو واکسین کمپاین پيلېږي

اطلاعات روز: د پوليو د کمپاين دفتر وايي، په پام کې ده چې سبا (دوشنبه، ۳ د مرغومي) د هیواد په بېلابېلو سيمو کې د پوليو یا ګوزڼ ضد واکسين کمپاين پيل شي.

د «پولیو څخه پاک افغانستان» پاڼې په دې اړه جزییات نه دي ورکړي چې دا کمپاین به په کومو ولایتونو کې پلي شي او د څو ورځو لپاره به دوام وکړي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د تازه راپور له مخې، سږکال په افغانستان کې د پولیو ۲۳ مثبتې پېښې ثبت شوي، په داسې حال کې چې تېر کال شپږ مثبتې پېښې ثبت شوې وې، چې ټولې یې په ننګرهار کې وې.

د سرچينو د معلوماتو له مخې، په ٢٠۲۴ کال کې يواځې په کندهار کې د ګوزڼ ناروغۍ ١٢ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

په ارزګان، هلمند، کونړ او نورستان ولایتونو کې هم د پولیو مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د روغتیا د نړیوال سازمان د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۴ کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ د محیطي پیښو شمېر ۹۱ تنو ته رسېدلی دی.

اوس مهال افغانستان او پاکستان په نړۍ کې یوازیني هیوادونه دي چې د پولیو ناروغۍ په له منځه وړلو کې نه دي بریالي شوي.

سږکال په داسې حال کې چې له پاکستان څخه د کډوالو د راستنېدو له امله په افغانستان کې د پولیو د خپرېدو احتمال موجود و، طالبانو د لنډې مودې لپاره د واکسین د تطبیق کمپاین وځنډاوه.

دې ډلې کور په کور د واکسین پر تطبیق او د ښځینه واکسیناتورانو پر کار محدودیت وضعه کړی دی.