close

ننګرهار کې «نامعلومو» کسانو یوه دیني مدرسه سوځولې

اطلاعات روز: ننګرهار کې سیمه ییزې سرچینې وايي، چې «نامعلومو» کسانو په دغه ولایت کې د یوې دینې مدرسې ودانۍ سوځولې ده.

یوې ځایي سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې تېره شپه (شنبه، ۱ د مرغومي) نامعلومو کسانو د ننګرهار خوږیاڼو ولسوالۍ په مربوطاتو کې د «ابکو صاحب» په نامه یوې دیني مدرسې ته اور اچولی او د مدرسې په داخل کې یې په زیات شمیر قرانکریمونه، دیني کتابونه او نور وسایل سوځولي دي.

په سیمه کې یوه بله سرچینه هم تاییدوي، چې د اورلګېدنې له امله د دغه مدرسې ټول وسايل له منځه تللي دي.

د سرچینې د معلوماتو له مخې چې په دغه مدرسه کې د سیمې ځایي لسګونه ماشومانو ته دیني زده کړې ورکول کېدې.

په ننګرهار کې طالبانو تر اوسه د دغې دیني مدرسې د سوځولو په اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې درې میاشتې وړاندې د ننګرهار په چپرهار ولسوالۍ کې هم نامعلومو کسانو د یوې دیني مدرسې قرانکریمونه او نور دیني کتابونه سوځولي وو.