اطلاعات روز: له کندهار څخه سرچینې وایي چې په کندهار ښار کې یوه ځوان چې له پکتیا څخه دې ولایت ته راغلی و، خپل ځان زندۍ کړی او مړ شوی دی.
کندهار کې ځایي سرچینو د نوم نه خپرولو په شرط ویلي، دا پېښه نن سهار (دوشنبه، ۳ د مرغومې) شاوخوا پنځه بجې د کندهار ښار د درېیمې حوزې په «مسافر خانو» سیمه کې رامنځته شوې.
سرچینې وایې چې د روح الله په نوم یاد ځوان شاوخوا ۲۸ کاله عمر درلود او تازه د پکتیا ولایت له زرمت ولسوالۍ څخه کندهار ښار ته د دندې موندلو لپاره راغلی و.
سرچینو ویلي، د طالبانو ځایي پولیسو د روح الله جسد د څېړنو لپاره میرویس حوزوي روغتون ته لېږدولی.
د طالبانو ځایي مسوولین هم دا پېښه تاییدوي.
طالبانو زیاته کړې چې ددې پېښې انګېزه لا تراوسه نه ده معلومه چې روح الله نومي ځوان ولي ځان وژنه کړې.
پر هیواد د طالبانو له واکمنېدو سره د ځان وژنو کچه لوړه شوې چې تر ډېره حده پورې یې بېکاري او اقتصادي ستونزې عوامل بلل کېږي.