اطلاعات روز: د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت لوګر ولایت کې د سمنټو د تولید د یوې فابریکې د جوړولو قرارداد له یوه خصوصي شرکت سره لاسلیک کړ.
دا قرارداد نن (سې شنبه، ۴ د مرغومي) په کابل کې د طالبانو د حکومت د رسنیو په مرکز کې لاسلیک شوی دی.
د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر ویلي، چې قراردادي شرکت به د لوګر د التمور په سیمه کې د سمنټو د فابریکې د جوړولو لپاره شاوخوا ۱۴۵ میلیونه ډالر پانګونه وکړي.
ویل شوي چې دا فابریکه به په ورځ کې د دوه زره او ۵۰۰ ټنه سمنټو د تولید ظرفیت ولري او سلګونو کسانو ته به د کار زمینه برابره کړي.
د طالبانو د رییس الوزرا د اقتصادي مرستیالۍ دفتر زیاته کړې چې د دې ډلې تر حاکمیت وروسته، د کانونو او پټرولیم وزارت او خصوصي سکتور ترمنځ د شاوخوا ۶۲۳ میلیونه ډالرو پانګونې په ارزښت د څلورو لویو سمنټو پروژو قراردادونه لاسلیک شوي دي.