close

د پاکستان ځانګړي استازي له سراج الدین حقاني سره د «اړیکو د ښه کولو» په اړه خبرې وکړې

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي محمد صادق خان کابل ته د خپل سفر په ترڅ کې د طالبانو د کورنیو چارو له سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره کتلي دي.

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع نن سهار (سې شنبه، ۴ د مرغومي) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې «په دې لیدنه کې دواړو خواوو د افغانستان او پاکستان ترمنځ د اړیکو د لا ښه والي او شته ستونزو د حل لپاره پر مهمو موضوعاتو بحث وکړ».

قانع ویلي، چې پاکستاني پلاوي د پاکستان د لومړي وزیر شهباز شریف او د دغه هیواد د بهرنیو چارو وزیر په استازیتوب د سراج الدین حقاني د کاکا خلیل الرحمن حقاني د وژنې په اړه د تسلیت مراتب وړاندي کړي دي. خلیل حقاني د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو وزارت سرپرست و، چې دوه اونۍ وړاندې د دې وزارت په انګړ کې په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو.

د پاکستان ځانګړي استازي د خلیل حقاني پر وژنې ژوره خواخوږي څرګنده کړې ده.

هغه زیاته کړې: «موږ ژمن یو چې د افغانستان او پاکستان ترمنځ شته ستونزې په ګډو هڅو حل کړو، ترڅو د دواړو هیوادونو ترمنځ اقتصادي او ولسي اړیکې لا پیاوړې شي.»

سراج الدین حقاني هم صادق خان ته ویلي، چې «اوسنی وخت د دې غوښتنه کوي چې د امنیتي او سیاسي ستونزو د حل لپاره ګډې هڅې چټکې شي، ترڅو د دواړو ملتونو اړیکې له زیانمنېدو څخه وساتل شي او د سیمې ثبات او پرمختګ تضمین شي».

د طالبانو د کورنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړې، چې حقاني او صادق خان د اړیکو د لا ښه کولو لپاره د همکارۍ او تفاهم پر دوام ټینګار کړی دی.

د پاکستان ځانګړي استازي بیا ایکس کې پر خپله پاڼه کابل ته د خپل سفر په اړه زیاته کړې، چې هغه د طالبانو له وزیرانو سره د معنا لرونکو کتنو په لټه کې دی، ترڅو «په مختلفو برخو کې دوه اړخیزې ګټورې همکارۍ زیاتې او د پاکستان او افغانستان ترمنځ ورورګلوۍ ته وده ورکړي».

د افغانستان د ځانګړي استازي په توګه د صادق تر ټاکل کیدو وروسته دا د نوموړي لومړی سفر دی چې کابل ته یې کوي.

په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو شتون او د پاکستان ناامني د طالبانو او د پاکستان د حکومت ترمنځ د ترینګلتیا یو ستر لامل بلل کېږي.

پاکستاني چارواکي او د ملګرو ملتونو راپورونه وايي، چې پاکستاني طالبان په افغانستان کې خوندي پټنځایونه لري، خو طالبان دا خبره ردوي.

پاکستان تل په افغانستان کې له طالبانو غوښتي چې د پاکستاني طالبانو پر ضد اقدام وکړي او پرېنږدي چې افغانستان د پاکستان پر ضد وکاروي.