اطلاعات روز: د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې د پکتیکا په برمل ولسوالۍ کې پر ځینو سیمو د پاکستاني پوځ د هوایي بریدونو په غبرګون کې یې په کابل کې د دې هیواد سفیر احضار کړی او هغه ته یې خپل اعتراض لیک سپارلی دی.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند ضیا احمد تکل پر ایکس ټولنیزې شبکې لیکلي چې د پاکستان سفیر نن (چهارشنبه، ۵ د مرغومي) تر ماسپشین وروسته دې وزارت ته احضار شو او د پاکستان هوایي بریدونه وغندل شول.
له دې اعلامیې سره سم، د پاکستان سفیر ته ویل شوي چې په کابل کې له طالب چارواکو سره د پاکستان د ملکي حکومت د استازي د خبرو پر مهال د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان پر خاوره «تېری» او د ملکیانو وژل د ځانګړو پاکستاني کړیو له لوري د دواړو هیوادونو په اړیکو کې د بې باورۍ د را پیدا کولو هڅه ده.
د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې دا ډله «په هیڅ ډول هم پر خپل هیواد تېری نشي منلای او د خپل استقلال او حریم ساتنې ته چمتو ده.»
دې وزارت زیاته کړې: «پاکستاني لوري ته وویل شول چې «د افغانستان له ملي حریم څخه ساتنه د افغانستان د اسلامي امارت سره کرښه ده او داسې غیر مسوولانه اقدامات به سختې پایلې ولري.»
تېره شپه د پاکستاني پوځ جیټ الوتکو د پکتیکا د برمل ولسوالۍ پر یو ځینو سیمو بمبار وکړ.
د طالبانو مرستیال ویاند حمدالله فطرت اعلان کړی چې د پاکستان پوځ په برمل ولسوالۍ کې څلور سیمې په نښه کړې دي او له کبله یې ۴۶ تنه وژل شوي او شپږ نور ژوبل دي.
ده ویلي چې د دې بریدونو اکثریت قربانیان ښځې او ماشومان دي.
د طالبانو دفاع وزارت تېره شپه اعلان وکړ چې په دې بریدونو کې تر ډېره وزیرستاني کډوال په نښه شوي او یو شمېر ماشومان او ملکي وګړي وژل شوي او ژوبل شوي دي.
یو شمېر سرچینو راپور ورکړی چې په دې بریدونو کې د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) پټنځایونه په نښه شوي دي.
د پاکستان پوځ تر اوسه د دې بریدونو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي.
دا بریدونه په داسې حال کې را منځ ته شول چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق په کابل کې دی او له طالب چارواکو سره په خبرو اخته دی.